پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په یوه ښارګوټي کې یو شمېر بې اسناده افغانان نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

تېره شپه ناوخته پاکستاني پولیسو د اسلام اباد پر یو ښارګوټي له چپاو وروسته یو شمېر بې اسناده افغانان ونیول او له ځانه سره یې یوړل.

د پولیسو دغه ډله چې ښځینه پولیسو یې هم ملتیا کوله تېره شپه شاوخوا دوولس بجې د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې هغه افغانان ونیول، چې یا یې ویزې نه لرلې او یا یې د وېزو موده پای ته رسېدلې وه.
نیول شوي کسان چې لا یې شمېر مالوم نه دی، ټول هغه کډوال دي چې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ دوسیې لري او د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره په اسلام اباد کې اوسېږي.
نادره هغه افغانه مېرمن ده، چې تېره شپه یې خاوند د وېزې د وخت ختمېدو له امله پولیسو له ځان سره بېولی او تر اوسه یې برخلیک نه دی جوت شوی.

مېرمن نادرې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل: بېګا شپه ناوخته ماشوم زوی مې ناروغه و، پلار یې د درملو پېرلو لپاره مارکېټ ته ولاړ، څو شېبې وروسته زموږ ګاونډي را ته یې وویل چې خاوند دې پولیسو بېولی، زه حیرانه شوم چې په دې توره شپه کې چېرته ولاړه شم، چا ته وژاړم او څنګه یې د پولیسو له منګولو وژغورم، په کور کې مې ماشوم ناروغ پروت دی او بل د سر سړی مې هم نه شته ،چې تاڼه په تاڼه وګرځي او هغه بیامومي.
حیات الله هغه بل افغان دی چې وايي، د نوموړي مشر ورور هم بېګا شپه پولیسو له ځانه سره بېولی.

هغه وايي: د ورور د ویزې وخت یې درې ورځې وړاندې بشپړ شوی؛ خو هغوی د نوې ویزې لپاره غوښتنلیک هم سپارلی او تر اوسه یې د نوې ویزې برخلیک نه دی څرګند.

د نوموړي په خبره، امریکا ته د دوی د تللو ټول پړاوونه هم بشپړ شوي، دوه مرکې یې د امریکا په سفارت کې بشپړې شوې او روغتیايي معاینات یې هم شوي؛ خو د تګ لپاره په تمه دي.
نوموړی وايي، چې پولیسو ته مو هر څه زارۍ وکړې زما ورور یې خوشې نه کړ اوس حیران یم چې کومه لاره خپله کړم چې هغه د پولیسو له منګولو وژغورم.
د پاکستان په ډېرو لویو ښارونو په تېره بیا په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د نیولو بهیر بیا له سره پیل شوی او هره ورځ پولیس افغان کډوال تنګوي له ځینو یې پیسې اخلي او ځیني نور تاڼو ته لېږي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت څو ورځې وړاندې په اېکس پاڼه لیکلي و، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال سره په لیدنه کې د افغان کډوالو په ستنېدو کې د ملګرو ملتونو او نړۍوالې ټولنې پر رول ټینګار وکړ.
پاکستان تل وايي، چې په دغه هېواد کې مېشت بې اسناده کډوال دې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
پاکستان تېر کال هم د افغان کډوالو د اېستلو لومړی پړاو پیل کړ، چې تر اوسه پورې یې نږدې اووه لکه افغان کډوال له دغه هیواده اېستلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و، چې شاوخوا ۴۴ زره افغانان په پاکستان کې بې برخلیکه پاتې دي، چې د دوی د کډوالۍ دوسیې د امریکا، اسټرالیا، برېتانیا، کاناډا، فرانسې او جرمني په څېر هېوادونو منلې دي.
خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له دغو هېوادونو غوښتنه کوي، چې د دوی د کډوالۍ د منلو بهیر دې ګړندی کړي.

دوی وايي، د دوی په منځ کې داسې کډوال هم شته چې د ټول بهیر له بشپړېدو وروسته هم پاکستانی پولیسو نیولي او له تورخمه یې اړولي دي.

نور خبرونه

رادیو