د پاکستان د حکومت د اپوزسیون مشر: عمران خان سیاسي زنداني دی او پوځي محاکمه یې باید ونه شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د اپوزيسیون رهبر او د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مشر عمر ايوب وايي، چې د پخواني لومړي وزیر عمران خان پوځي محاکمه به نه کيږي.

له دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف په خپل یو بیان کې ویلي وو، چې که چېرې د عمران خان پوځي محاکمه کیږي نو د ټولو پر وړاندې به یاده محاکمه په علني ډول وشي.

هغه زیاته کړې وه، چې د پاکستان پوځ د عمران خان د پوځي محاکمه کولو لپاره د هېچا اجازې ته اړتیا نه لري.

عمر ایوب نن پنجشنبه (د سنبلې ۱۵مه) د سرګودې د ترهګرۍ ضد محکمې کې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په ګډون د دغه ګوند ټول زنداني شوي مشران سیاسي بندیان دي او هېڅوک دا حق نه لري، چې دوی پوځي محاکمه کړي.

نوموړي دا چاره د پاکستان د قوانینو خلاف ګڼلې او ویلي یې دي، چې د قانون د عملي کولو په برخه کې به د دوی مبارزه دوام لري.

وروسته له هغې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان حکومت له منځه لاړ پر هغه او ملګرو یې ګڼې قضیې ثبت شوي، چې دا مهال نوموړی او د هغه د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بېلابېلو قضیو له امله په زندان کې دي.

که څه هم د عمران خان یو شمېر قضیې په محکمه کې سپینې شوي او هغه برات تر لاسه کړی؛ خو د می په نهمه نېټه پر پوځي مرکز د دغه ګوند د پلویانو په برید کې د هغه د ښکیلتیا قضیه لا هم په پوځي محکمه کې تر بحث لاندې ده.

نور خبرونه

رادیو