د نویو څېړنو پایلې: د ټلیفون کارول د مغزو د سرطان لامل نه کېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د ټليفون د راډيويي څپو د اغېز په اړه د ۲۸کلنې څېړنې پايلې ښيي چې د موبايل ټليفون د استعمال او د مغزو د سرطان یا د خلکو پر روغتيا د منفي اغېزو تر منځ هېڅ تړاو نشته.

دغه نوې څېړنه چې د روغتیا نړۍوال سازمان په ملاتړ د «انوایرونمنت انټرنشنل » مجله کې خپره شوې، د ۱۹۹۴ او ۲۰۲۲کلونو ترمنځ د نړۍ په ۲۲هېوادونو کې تر ۵زرو ډېرې مطالعې څېړلي دي.

د اسټرالیا د وړانګو د ساتنې او اټومي خوندیتوب ادارې، د دې څیړنې د مسؤل په توګه، له ذکر شویو مطالعاتو څخه د لږ اعتبار نمونو په لرې کولو سره، ۶۳ موارد یې د څیړنې د مرجع په توګه ټاکلي دي.

د دې څیړنې د سرپرست پروفیسور کن کارپیدیس په وینا، د ګرځنده ټلیفون تشعشعاتو او د دماغ سرطان یا حتی د سر او غاړې سرطان ترمنځ هېڅ اړیکه نشته.

همدا راز، د دې څیړنې تکمیلې پایلې دا څرګندوي، چې د ګرځنده ټلیفون اوږدمهاله کارونه (لس کاله یا ډېر) او یا د ورځې په اوږدو کې د ګرځنده ټلیفون استعمال له سرطان سره هېڅ اړیکه نه لري.

د دې څېړنو لیکوالانو ویلي، چې پر روغتیا د ټلیفون د استعمال د اغیزو په اړه دا په تاریخ کې تر ټولو «جامع څیړنه» ده.

دغه څیړنه د مرکزي عصبي سیسټم (د مغز، د مغز او نخاع پردې، د هیپوفیز غدې او غوږ په شمول) او د بزاقي غدو او مغزي تومورونو، پورې اړوند سرطانونو باندې تمرکز کوي.

د ملګرو ملتونو د نړۍوالې روغتیا سازمان، د ګرځنده ټلیفون راډیو فریکونسیانې په ۲۰۱۱ کال کې د مغزي سرطانونو د احتمالي لامل په توګه طبقه بندي کړې وې.

خو اوس ساینسپوهان په دې برخه کې، پخوانۍ څېړنې جانبداره بللې او پایلې یې ناسمې ګڼي.

نور خبرونه

رادیو