سرچینې: ګل بهادر ډله د وزیرستاني کډوالو له مدرسو ځانمرګي جذبوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، د حافظ ګل بهادر په مشرۍ د پاکستاني طالبانو سخت دریځه ډله په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د وزیرستاني بې ځایه شویو له مدرسو ځانمرګي بریدګر جلبوي.

د دې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ۶ ورځې وړاندې د خوست د سپیرې ولسوالۍ په افغان ـ دوبۍ سرحدي سیمه کې د "شهید اکرام الله عقابي" مدرسې ته تللی او دلته یې په سختو امنیتي تدابیرو کې د مدرسې طالبانو ته وینا کړې ده.

سرچینو افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې د دې غونډې پر رسنیز پوښښ او د غونډې سیمې ته د ګرځنده ټیلیفونو پر راوړلو بندیز لګول شوی و .

د دې سرچینو په خبره، له دې مدرسې نه ډېری د حافظ ګل بهادر د ډلې اړوند ځانمرګي کنډک "جیش عمري" ته وسلوال جذب یږي.

دغه کنډک له ۲۰۲۳کال راهیسې د پښتونخوا په قبایلي ولسوالیو کې د پاکستان پر ګڼو پوځي مرکزونو او پوستو په مرګونو بریدونو کې ښکیل دی.

د ګل بهادر د ډلې په اډانه کې پر جیش عمري سربېره، د فرسان محمد، غازیانو کاروان، شمله ور کاروان، سفیان کاروان او جیش انصارالمهدي په څېر نور کنډکونه هم فعالیت کوي چې ډله ییز ځانمرګي بریدونه، چاودنې او هدفي وژنې کوي.

د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د پاکستان هوايي ځواک د خوست ولایت پر افغان دوبۍ سیمه او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په لمنه سیمه کې د وزیرستاني کډوالو پر کورونو له دې امله بمبارۍ وکړې چې ګني دغلته پاکستاني طالبان او د هغوی جګپوړي قوماندانان اوسیږي، خو د طالبانو حکومت او د پاکستان د طالبانو تحریک دغه ادعاوې رد کړې.

د طالبانو حکومت ته نږدې یوې سرچینې افغانستان انټرنېشنل ته وویل چې شورای مجاهدین شمالي وزیرستان، چې د ګل بهادر په ډلې مشهوره ده، د پکتیکا په ارګون او برمل او د خوست ولایت په سپیره او ګربزو ولسوالیو کې نورې مدرسې هم اداره کوي چې ډېری د شمالي وزیرستان د کډوالو ماشومان پکې دیني زده کړې کوي.

سرچینه وایي، چې د طالبانو حکومت ظاهرا ددې ډلې د چندو پر فعالیتونو بندیز لګولی او خبرداری یې ورکړی چې که وسله وال یې په جوماتونو کې د چندو پرمهال ولیدل شي، وبه نیول شي، خو داسې ښکاري چې ددې ډلې د فعالیتونو په بشپړ کنټرول او محدودولو کې پاتې راغلی.

تازه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په راپور کې راغلي، پاکستاني طالبانو د افغان طالبانو په خوښه او ځینې وخت د افغان طالبانو په ملاتړ د پاکستان په خاوره کې په ځانګړي ډول پر پوځي موخو خپل بریدونه پراخ کړي دي.

د راپور له مخې، د پاکستاني طالبانو کمپونه د القاعدې او افغان طالبانو په ملاتړ او ګډون سره د سیمه ییزو افغان جنګیالیو او پاکستاني طالبانو په روزنه بوخت دي.

نور خبرونه

رادیو