د ازبکستان د امنیت ادارې مشر: افغانستان باید له داعش سره مبارزه کې یوازې پرې نه ښودل شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د ازبکستان د امنیت ادارې مشر وایي، چې «طالبان د امکان تر حده له نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې په حال کې دي».
عبدالسلام عزیزوف په تاشکند کې یوې امنیتي ناستې ته په وینا کې وویل، چې افغانستان اوسمهال له داعش سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی او باید یوازې پرې نه ښودل شي.

د ازبکستان د رسنیو د راپورونو له مخې، نوموړي د خپلواکو همګټو هېوادونو د شانګهای همکارۍ په ناسته کې وویل: «د امنیت د ټینګښت په برخه کې له نړیوالو ترهګرو سره په مبارزه کې پر یو بل باور کول، د اطلاعاتو منظمه تبادله او همغږي اقدامات اغېزناک دي.»
له ترهګرو او افراطیت سره د مبارزې اړوند د خپلواکو همګټو هېوادونو د شانګهای د همکارۍ سازمان ناسته له تېرو دوو ورځو راهیسې په تاشکند کې ترسره شوه.
د خپلواکو همګټو هېوادونو له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز مشر یوګني سیسیویف په دې ناسته کې د داعش د ګواښونو د زیاتېدو خبرداری ورکړ او ویې ویل، چې د دې ډلې ګواښونه اوج ته رسېدلي او موخه یې د قومونو ترمنځ د بې اتفاقۍ رامنځته کول او د ټولنو رادیکالیزه کېدل دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د داعش ډلې له حضور اندېښمن دي.

نور خبرونه

رادیو