د غزې په سویلي سیمو کې فلسطیني ماشومان د جګړې له دوام سربیره د پولیو واکسین ترلاسه کوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

فلسطینیان د پنجشنبې په ورځ د غزې تړانګې په سویل کې په طبي مرکزونو کې د دې لپاره راټول شوي وو، ترڅو خپل ماشومان د پولیو ناروغۍ په وړاندې واکسین کړي.

د پولیو واکسین په دویم پړاو کمپاین کې تر اوسه ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شوي دي.

د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې وویل، د حماس او اسراییل تر منځ په جګړه کې د محدودو وقفو له موافقې وروسته دا کمپاین خورا بریالی خو پیچلی پر مخ روان دی.

خو جګړې لا هم په سیمه کر روانې دي. د غزې روغتیایی چارواکو د اسراییل په هوایی بریدونو کې د څو تنو د وژل کیدو راپور ورکړی او ویلې یې دي، چې د غزې په مرکزي روغتون هم برید شوی.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې د پوليو د کمپاين د برياليتوب سربیره، په جګړه کې د دايمي اوربند د خوندي کولو، د يرغمل شويو بنديانو د خلاصون او د اسراييل له خوا په زندانونو کې د بندي فلسطينيانو د راستنېدو لپاره ډيپلوماټيکې هڅې ناکامې شوې دي.

د پولیو واکسین د پنجشنبې په ورځ، د غزې په سویل کې په رفح او خان ​​یونس کې پیل شو، دواړه سیمې جګړې ځپلې دي.

روغتیايي چارواکي په پام کې لري په غزه کې ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین وکړي. د پولیو ضد واکسین هغه وخت پیل شو کله چې یو یو کلن ماشوم کې د فلج نښې ولیدل شوې.

دا په ۲۵ کلونو کې په غزه کې د پولیو لومړۍ پیژندل شوېې پیښه وه.

نور خبرونه

رادیو