د روغتیا نړۍوال سازمان: د غزې په مرکز کې له لسو کلونو کم عمره ۱۸۷ زره ماشومان واکسین شول

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټېډروس ادهانم وایي، چې د غزې په مرکز کې د پولیو واکسین لومړی پړاو بشپړ شو.
نوموړي په اېکس پاڼه کاږلي، چې په دغه پړاو کې له لسو کلونو څخه کم عمره ۱۸۷زره ماشومان واکسین شوي دي.

هغه ویلي، چې نن د غزې په سوېل کې د واکسین د کمپاین د پیل لپاره چمتووالی روان دی.
هغه لیکلي:« موږ له ټولو کورنیو، روغتیایي کارکوونکو او واکسیناتورانو مننه کوو، چې په غزه کې د سختو شرایطو سره، سره د کمپاین دغه لړۍ یې بریالۍ کړه.»
هغه یو ځل بیا د اوربند په غوښتنې ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسېف) څو ورځې وړاندې ویلي و، چې په غزه کې به شاوخوا ۶۴۰ زره ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو تر دې وړاندې ویلي و، چې د پولیو دغه واکسين به په درېيو پړاوونو کې ترسره شي.
د دغو ادارو په خبره، په هر پړاو کې به په درېيو ورځو کې د پولیو د واکسین کمپاین لپاره لږ تر لږه اته ساعته جګړه ودرول شي.

نور خبرونه

رادیو