مولانا فضل الرحمان: په پاکستان کې د امنیتي پېښو پړه باید پر افغانستان وانه چول شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د ترهګرۍ پر ضد د پوځي ځواک پر ځای د سیاسي لارو چارو د حل غوښتنه کړې.
هغه په قومي اسمبلۍ کې د خپلې وینا پر مهال ویلي، په کار نه ده چې په پاکستان کې د امنیتي ترینګلتیاو پړه پر افغانستان واچول شي.

تر دې یوه ورځ وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي و، په دغه هېواد کې په وروستيو ترهګريزو فعاليتونو کې زياتره ککړ کسان د پخوانۍ هوکړې له مخې له بنده خوشې شوي کسان دي چې اوس له افغانستانه فعاليت کوي.
که څه هم چې نوموړي په دې اړه ډېر مالومات نه و ورکړي؛ خو په پاکستان کې سیاسي شنونکي طاهرخان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه بندیان د عمران خان د واکمنۍ پرمهال د افغان طالبانو په منځګړیتوب د ټي‌‌ټي‌پي سره د خبرو اترو پرمهال د باور جوړونې په موخه خوشې شوي وو.
مولانا فضل الرحمان ویلي:« د پاکستان حکومت دې د پولو په اوږدو کې خپلو مسوولیتونو ته پام ډېر کړي.»
مولانا فضل الرحمن د پاکستان پر پوځ او ادارو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، دا د پارلمان دنده ده چې دغه مسایل جدي ونیسي.
هغه خبرداری ورکړ، چې د دغه ډول شخړو د حل لپاره د زور کارول کېدای شي تاوتریخوالی زیات کړي او ملي امنیت له ګواښ سره مخامخ کړي.
پاکستان تل په دغه هېواد کې د تاوتریخوالو او امنیتي پېښو په تړاو د پړې ګوته د افغانستان طالبانو ته نیولې او په اند یې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې پټنځایونه لري؛ خو طالبانو تل دغه ادعاوې ردې کړې دي.
له بل پلوه تېره اونۍ د طالبانو د پوځ مشر هم ویلي و، چې د پاکستاني طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي.
فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شته‌والي په اړه هیڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي.

نور خبرونه

رادیو