د امربالمعروف محتسبانو په بلخ ولایت کې ۶ کسان د «نامشروع» اړیکو په تور نیولي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو د امربالمعروف وزارت په بلخ ولایت کې د «نامشروع» اړیکو په تور د شپږو کسانو د نیولو خبر ورکړی.
دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یاد شمېر کسان د مزار شریف ښار د اوومې او اتمې امنیتي حوزو له شاوخوا سیمو څخه نیول شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې: «د یاد وزارت محتسبین شپه او ورځ په دې هڅه کې دي، څو په ورته اخلاقي کړنو او نامشروع اړیکو کې ښکېل کسان ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.»


دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د پلازمینې په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو پروړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د محتسبینو چلند سخت شوی دی.
له دې سره، نن د ننګرهار ولایت یو اوسېدونکي بیا افغانستان انټرنشنل ته د یوې ویډيو په لېږلو سره وایي، چې طالب محتسبانو په دغه ولایت کې ځینې ځوانان د ږیرې کمولو او د وېښتانو رنګولو له امله نیولي، وهلي او سپک کړي دي.

طالبانو له تېرو دوو کلونو راهیسې د بېلابېلو جرمونو په ځانګړې توګه د «نامشروع» اړیکو په تور لسګونه کسان په عام محضر کې په دورو هم وهلي دي.
د افغانانو په ځانګړې توګه بیا د ښځو او ځوانانو پروړاندې د طالبانو چلند تر هغه وروسته نور هم سخت شوی، چې د یادې ډلې مشر په دې وروستیو کې د امربالمعروف نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې له محرم او حجاب پرته د ښځو په ګرځېدو بندیز لګول شوی او همداراز د نارینه و پر جامو او ږیرې پر څارنې ټینګار شوی دی.
دغه قانون د یوناما په ګډون د بشري او د ښځو د حقونو د فعالانو له پراخ غبرګون سره مخ شوی دی.
یوناما په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د طالبانو د نوي قانون له مخې د خلکو د حقونو اخیستل او په دوامداره وېره کې ساتل به د طالبانو او نړۍوالې ټولنې تر منځ جوړجاړی نور هم ستونزمن کړي.
طالبان بیا د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» د قانون په اړه د یوناما او ځینو نورو اړخونو اندېښنې بې اساسه بولي او وایي: «هغه مسلمانان چې یاد قانون ردوي هغوی د ایمان له زوال سره مخ دي.»

نور خبرونه

رادیو