په افغانستان کې پنځو ځوانو ښځو د ذکیې خدادادي لپاره لاسي ګنډل شوي ورزشي جامې جوړې کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

په افغانستان کې پنځو ښځو د ۲۰۲۴ پاریس پارالمپیک لوبو کې د برونزو مډال ګټونکې ذکیه خدادادي د درناوي لپاره لاسي ګنډل شوي ورزشي جامې جوړې کړي دي.

دغه ډله وايي، چې مېرمن خدادادي به د پاریس د المپیک د پای مراسمو کې دا جامې واغوندي.
د ومن پوسټ سازمان مدیرانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې پنځو افغانو نجونو چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۵ کلونو ترمنځ دي، یو میاشت وړاندې پرېکړه وکړه چې د پاریس په پارالمپیک سیالیو کې د برونزو مډال ګټونکې ذکیه خدادادي د هڅو د ستایلو په خاطر هغې ته لاسي ورزشي جامې جوړې کړي.
ومن پوسټ سازمان وویل، دغه نجونې چې نه غواړي نومونه یې په رسنیو کې د امنیتي دلایلو له امله یاد شي، په کابل کې د کالو ګنډلو او ډیزاین په برخه کې فعاليت کوي او دا کار یې د افغان مېرمنو ترمنځ د پیوستون د پرختیا په موخه ترسره کړې دی. دوی ټینګار کړی، چې د افغانستان مېرمنې له هر څه مخکې یووالي او پیوستون ته اړتیا لري.
د دې جامو ډیزاینرانو هڅه کړې چې په دغو جامو کې د افغانستان د ټولو سیمو د لاسي ګنډلو صنعت وښيي. د جامو یو لستوڼۍ هزاره ګي خامک لري او بل لستوڼۍ یې د کوچیانو په چرمو ډیزاین شوی دی. دغه ډیزاینرانې په دې باور دي چې دا جامې د افغانستان د بډایه کلتور نښه ده.
د کډوالو له ټیم څخه د پاراتکواندو ورزشکاره ذکیه خدادادي په تاریخ کې لومړۍ افغان نجلۍ ده چې د پارالمپیک په لوبو کې یې مډال ګټلی. هغې د پنجشنبې په ورځ د وږي په اتمه د پاریس په پارالمپیک کې د کیوبا او ترکيې ورزشکارانو ته ماتې ورکړه او د هغې مراکشي سیالې د ټپي کیدو له امله ونشو کړای چې سیالۍ وکړي. په دغه سیالۍ کې ذکیې د برونزو مډال وګاټه.

نور خبرونه

رادیو