عباس ستانکزی: مخالفین مو وایي ځکه دومره مخکې راغلي یو چې پاکستان مو تر شا ولاړ دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی وایي: «زمونږ مخالفین وایي، ځکه دومره مو پرمختګ کړی چې پاکستان مو تر شا ولاړ دی.»
نوموړي دغه څرګندونې د « موږ متحد یوو» په نوم ادبي او فرهنګي غونډه کې وکړې؛ خو د کوم مشخص کس نوم یې وانه خیست.

ښاغلی ستانکزی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي مسایلو پر سر اړیکې ترینګلې شوې دي.
عباس ستانکزي همداراز زیاته کړه؛ د وزیر په کچه یوه کس د مذاکراتو په میز ورته ویلي: «امریکایانو غوښتل کومې لاسته راوړنې یې چې په نظامي ډګرونو کې نه درلودلې هغه په سیاسي ډګر کې ترلاسه کړي او دا چې یوه لاسته راوړنه ولري په مونږ یې فشار راوړ.»
نوموړي دا هم روښانه نه کړه، چې یاد کس افغان وزیر و او که بهرنی.
که څه هم امریکایان په خپله خوښه له افغانستانه ووتل؛ خو یو شمېر هېوادونه او سیاستوال بیا په دې باور دي، چې امریکا په افغانستان کې نظامي ماته خوړلې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان د جګړو پر مهال د زرګونو کسانو وژل کېدو، کونډو او یتیمانو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په افغانستان کې قرباني د دې لپاره نه ده ورکړل شوې چې د «شهیدانو» وینه او هر څه امریکا ته ډالۍ شي.
عباس ستانکزی وایي، چې که په افغانستان کې سل کاله نور هم جګړې روانې وي، دغه ډله د افغانستان له یوې اېنچ خاورې هم نه تېریږي او دا د دوی دریځ دی.
نوموړي د طالبانو غړو ته وویل، چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان ټول دوښمنان پوهیږي، چې که د هېواد ټول قومونه سره متحد شي نړۍ ته ماته ورکوي.
د ستانکزي په وینا؛ د سیمې یو شمېر هېوادونه په دې ډله بېلابېل تورونه پورې کوي، ترڅو یو ځل بیا نړۍوال افغانستان ته ستونزې جوړې کړي.
که څه هم د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو اړیکې ښې دي؛ خو ښاغلي ستانکزي دا و نه ویل، چې د دوی له نظره د سیمې کوم هېوادونه د افغانستان دوښمنان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې یو شمېر هېوادونه له افغانستانه د داعش ډلې د پیاوړي کېدو او د دې ډلې له خوا کورنیو او بهرنیو ترهګرو ته په ځای ورکولو اندېښمن دي؛ خو طالبان بیا تل دا تورونه ردوي او وایي، چې له افغانستانه هېڅ یوه هېواد ته امنیتي ګواښ نه شته.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزی د افغانستان اقتصادي ستونزې او کمزورې حکومتولۍ مني؛ خو وایي چې د وخت په تېرېدو سره به دا ستونزې حل شي.
نوموړی وایي: «افغانستان به اوس سم اقتصاد نه لري، سم امنیت به نه لري، حکومت به کمزوری وي، تجربې هم نه لرو، خو دا هغه کارونه دي چې ګام په ګام به مخکې ځي او دا کارونه افغانستان ته له افغانانو پرته بل هېڅوک نه کوي.»
ستانکزي په ټينګار سره وویل، چې د یادې ډلې حکومت او د افغانستان خلک به د هېواد اقتصاد او اردو جوړه کړي او د افغانستان له خاورې به د دفاع ترڅنګ سیاست هم په خپلو پښو ودروي.
د یادولو ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته د هېواد ملي اردو له منځه ولاړه، د افغانستان میلیاردونه ډالره سرمایه په نړۍوالو بانکونو کې بند پاتې ده او سلګونه هغه سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې، چې د هېواد د اقتصاد ډېره برخه پرې ولاړه وه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «موږ متحد یوو» تر نامه لاندې ادبي او فرهنګي غونډه کې همداراز په خپلو خبرو کې وویل، چې د طالبانو حکومت په قومي او مذهبي لحاظ نه، بلکې د اسلام د روحیې او شریعت په اساس جوړ شوی دی.
د نوموړي په خبره: «ټول قومونه سره وروڼه یو او د یوه بیرغ او قانون لاندې ژوند کوو. په افغانستان کې بېلابېلو مذهبونه شته او ټول مذهبونه مو د سترګو تور دي.»
عباس ستانکزی په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د یادې ډلې حکومت دا مهال د سیمې د هېوادونو په ګډون د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی.
له دې سره، د بشري حقونو د څار سازمان هم څه موده مخکې وویل، چې طالبانو په نړۍ کې د ښځو له حقونو څخه په سرغړونې تر ټولو جدي ناورین رامنځته کړی او افغانستان د نړۍ له تر ټولو بد بشري ناورین سره مخ دی.
یادې ادارې په یوه راپور کې ویلي، چې اوس‌مهال د افغانستان له نیمایي نفوس څخه ډېره برخه ( ۲۳ میلیونه) خلک د خوړو له نه خونديتوب سره مخ دي او د بهرنیو مرستو له لاسه ورکولو سره د افغانستان روغتیایي سیسټم ته سخت زیان اوښتی دی.
دغه سازمان وایي، د طالبانو په حکومت باید فشار راوړل شي، چې د ښځو له حقونو څخه سرغړونې پای ته ورسوي او د بشري ناورین د حل په کار کې مرسته وکړي.
خو طالبان بیا سره له دې چې د یادو سازمانونو خبرداریو ته پام نه کوي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانانو پروړاندې د ژوند شرایط نور هم سختوي.

نور خبرونه

رادیو