په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري: پاکستان دې د مدرسې بندي شوي طالبان خوشې کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

په کراچۍ ښار کې د یوې مدرسې طالبان چې ټول یې افغانان دي، یوه میاشت وړاندې د پاکستان حکومت له لوري نیول شوي.
په کراچۍ کې د طالبانو قونسل د پاکستان له حکومته د دغو طالبانو د راخوشې کولو غوښتنه کړې.

په کراچۍ کې د طالبانو قونسلګري د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې د پاکستان د سند ایالت په کراچۍ ښار کې پولیسو د تعلیم الاسلام په نوم پر یوې دیني مدرسې چاپه وهلې، چې په پایله کې یې د یادې مدرسې ۲۱ افغان طالبان او یو ښوونکی نیولي او دا مهال د کراچۍ ښار په زندان کې بندیان دي.
دغه طالب زده‌کوونکي په پاکستان کې د اوسېدو د قانوني اسنادو د نشتوالي له امله بندیان شوي دي.
په کراچۍ کې د طالبانو قونسل عبدالجبار تخاري وايي، د یادو طالب زده‌کوونکو د احوال اخیستو او تداوۍ په موخه زندان ته د یوې روغتیايي ډلې سره ورغلی.
نوموړی وايي، د یو شمېر طالب زده‌کوونکو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
عبدالجبار تخاري په یو ویډیویي پیغام کې وايي، شپه او ورځ هڅې کوي چې د پاکستان د حکومت له لوري بندي شوي طالب زده‌کوونکي راخوشې کړي.
نوموړی وايي، په یادو طالب زده‌کوونکو کې د ډېرو عمر ان تر لسو کالو هم کم دی.
ښاغلي تخاري د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې، چې بندي شوي طالب زده‌کوونکي دې ژر تر ژره خوشې کړي، چې په افغانستان کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د یادو طالب زده‌کوونکو په اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان بلوچستان او سند ایالتونو کې زرګونه مدرسې شته، چې په دغو مدرسو کې له افغانستانه ورغلي لسګونه زره ماشومان او تنکي ځوانان په دیني زده‌کړو بوخت دي.

نور خبرونه

رادیو