د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۵

د امریکا د جورجیا ایالت په یوه ښوونځي کې د ډزو له امله ۴ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپیان دي.
په وژل شویو کسانو کې دوه زده‌کوونکي او دوه ښوونکي شامل دي.

د امریکايي رسنیو په وینا، له ډزو وروسته یو مشکوک کس په ښوونځي کې نیول شوی دی.
د راپورونو له مخې، نیول شوی کس ۱۴ کلن زده‌کوونکی دی.
له روغتونه هم سرچینې وايي، چې د ډزو له امله څو تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دي.
د غه برید په اپالچي ښوونځي کې شوی دی.
له برید وروسته دغه ښوونځی د پولیسو له‌خوا تړل شوی او سیمه هم کلابنده شوې ده.
چارواکي وايي، له ډزو وروسته د ګډوډۍ له امله هم ځیني کسان ټپيان شوي دي.

د دغې پېښې ټول ټپیان په چورلکو کې روغتون ته وړل شوي دي.

امریکا کې وخت ناوخته دغه ډول بریدونو کېږي، چې په تېر کې هم په ځینو ښوونځيو او پوهنتونونه کې د ډزو بریدونه شوي وو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړې.

نور خبرونه

رادیو