د باروړونکو موټرو لپاره د تورخم د لارې بندېدو له امله سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اوښتی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د بار وړونکو موټرو لپاره د خیبر پښتونخوا د کوکیخېلو د قوم د لاریون له امله له دوو اونیو راهېسې د تورخم او پېښور تر منځ د لارې تړل کېدو افغان او پاکستاني سوداګرو ته مېلیونونه ډالر زیان اړولی دی.

د خیبر پښتونخوا په جمروډ سیمه کې د تېرا د راجګال د کوکيخېلو قوم خلکو چې له تېرو لسو کالو را په دې خوا له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې دوی دې خپلو ورانو جونګړو ته پرېږدي چې ستانه شي.
په همدې موخه د دغه قوم خلکو له تېرې یوې میاشتې راهیسې له یو لړ اعتراضونو وروسته په جمروډ کې پرلت وهلی او له امله یې د باروړونکو موټرو لپاره د تورخم او پېښور تر منځ غځېدلې لاره د جمرود د بېکیاړي په سیمه کې تړلې ده.
له تېرو دوو اونیو راهیسې د تورخم دروازې دواړو غاړو ته په زرګونه بار وړونکې لارۍ ایسارې پاتې شوې، چې له امله یې افغان سوداګرو او بڼوالو ته سخت زیانونه رسېدلي دي.
افغان سوداګر وایي، چې د میوو دانو په دې فصل کې د دغې لارې تړل سخت زیانمن کړي او د انګورو، خټکیو، شفتالو، زردالوو او د پر شنو سبو او ترکاریو بار لارۍ یې ایسارې دي او ډېرې تازه مېوې او سابه یې خوسا شوې هم دي.
بلې غاړې ته پاکستاني سوداګر هم وايي چې منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان ته د دوی صادرېدونکي توکي له دوو اونیو راهیسې ایسار شوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دوی مېلیونونه ډالر زیان ویني.
د دغې لارې په تړل کېدو سره د پاکستان په ډېرو مارکیټونو په تېره بیا د اسلام اباد په بازارونو کې د تازه میو او سبو بیې لوړې شوي او ډېر خلک یې د اخیستو توان نه لري.
اوس پوښتنه دا ده، چې ولې د پاکستان حکومت د کوکیخیلو د قوم دغې غوښتنې ته غاړه نه ږدي؟ او ولې نه پرېږدي چې دغه خلک بېرته خپلو اصلي سیمو ته ستانه شي؟
په دې اړه ازاد خبریال او شنونکي رفعت الله ورکزي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې د پاکستان پوځ وايي چې دغه سیمه د افغانستان سره ګډه پوله لري او هر کله له دغې سیمې ترهګر ګټه پورته کوي او په پاکستان کې نا امنیو ته لمن وهي.
ښاغلی ورکزی وايي، په افغانستان کې هم طالب چارواکي ادعا کوي چې له همدغې سیمې څځه د داعش وسله‌وال ور اوړي او هلته ورانکارې کړنې ترسره کوي.
که څه هم چې په دې وروستیو کې پاکستاني پوځیانو په تېرا کې پراخ عملیات هم کړي او د پوځ د ادعا له مخې چې ۲۵ وسله‌وال طالبان یې هم په دغې سیمه کې وژلي وو؛ خو لا هم هلته امنیتي حالت ترینګلی دی.
خو د تېرا د راجګال خلک بیا وايي، چې د دوی په سیمه کې د ګران بیه کانونو شته‌والی د دې لامل شوی چې حکومت د دوی غوښتنې و نه مني.

هغوی وايي، چې تېرا د پرېمانه ځنګلونو په لرلو سره ځینو حکومتي سرچېنو ته د ګټې وټې ارزښتناکه سرچینه ده او دوی غواړي چې دغه سرچېنې پخپله ګټه وکاروي.
دغه خلک وایي، تر هغې به دغه پرلت روان وساتي چې دوی بېرته خپلو کلیو او کورونو ته نه وي ستانه شوي، تېره اونۍ دغه پرلت ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم وینا کړې وه او له حکومته یې غوښتي و چې د تېرا د خلکو ستونزو ته دې پاملرنه وکړي.
پرون دغه پرلت ته د عوامي نشنل پارټۍ یو مشر میا افتخار حسین هم ورغلی و او له پرلت‌والو یې د خپل ګوند ملاتړ په ډاګه کړی و.
خو په ټوله کې افغان سوداګر وایي، چې هر کال د افغانستان د کرنیزو حاصلاتو پر مهال یو ډول سیاسې لانجې ګونجې د دې لامل کېږي چې د دوی توکي په خپل وخت مارکېټونو ته و نه رسیږي. هغوی له طالبانو غوښتنه کوي، چې د دوی د ستونزو په هوارولو کې دې د ډیپلوماټیکو هلو ځلو کار واخلي او د دوی ستونزې او کړاوونه دې نور پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو