د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د داعش برید یو بزدلانه عمل وباله

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې د کابل په دارالامان کې د داعش - خراسان ډلې له خوا د دوشنبې ورځې ځانمرګی برید وغانده.

کرن ډکر دا برید یو «بزدلانه» عمل بللی دی.

د افغانستان د څارنوالانو ټولنې ویلي، چې په دغه برید کې ۱۶ تنه څارنوالان وژل شوي دي.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیرې د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې په یوه یادښت کې د دغه برید د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د دوشنبې د ورځې په برید کې د داعش - خراسان ډلې یوه ځانمرګي بریدګر د کابل د دارالامان په بختیار کلا سیمه کې د طالبانو د حکمونو د څارنې او تعقیب ریاست کارکوونکي په نښه کړل.
طالبانو ویلي، چې په دغه برید کې شپږ تنه وژل شوي او دیارلس نور ټپیان شوي دي؛ خو د افغانستان د څارانوالانو ټولنې تایید کړې، چې په دې برید کې ۱۶ څارانوالان وژل شوي دي.

دا برید په پراخه کچه وغندل شو.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د دغه برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې او پنټاګون ویلي، چې د داعش - خراسان څانګه لا هم یو ګواښ دی.
دا برید په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د داعش له خوا تر ټولو خونړی برید و.

نور خبرونه

رادیو