سیمه ییزو سرچینو په تالقان ښار کې د یوې چاودنې خبر ورکړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

ځايي سرچينې وايي؛ د تخار ولايت په مرکز تالقان ښار کې د چهارشنبې په ورځ د يوې چاودنې له امله د يوه ماشوم په ګډون درې تنه ټپيان شوي دي.

تر اوسه د چاودنې نوعیت او لامل نه دی معلوم شوی؛ خو ځینو سرچینو ویلي، چې چاودنه د طالبانو د استخباراتو پر موټر شوې ده.

د دې پېښې هغه انځورونه، چې افغانستان انټرنشنل رسېدلي پکې معلوميږي، چې چاودېدونکي توکي په يوه باسيکل کې ځای پر ځای شوي او د تالقان ښار په سوېلي برخه د کابل په بندر کې چاودنه کړې.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ چاودنه د چهارشنبې په ورځ په ځايي وخت مازيګر څلور بجې شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ په چاودنه کې د يوه ماشوم باسيکل، چې د سړک په یوه کونج کې ولاړ و هم ویجاړ شوی.

د سیمې اوسېدونکي وايي، طالبانو د پېښې ځای کلابند کړی او دغه ځای ته غځېدلې ټولې لارې یې تړلې دي.

طالبانو تر اوسه د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

نور خبرونه

رادیو