اسراييل د وړاندیز شوي اوربند په تړون کې د فلادلفیا له محور څخه د وتلو لپاره موافقه کړې ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

په اسراييل کې له پراخو اعتراضونو وروسته د دغه هېواد رسنیو خبر ورکړ، چې په غزه کې د فلاډلفیا دهلیز دوه پړاوه ایستل منل شوي.

د سې شنبې په ورځ په تل ابیب کې د یرغمل شویو کسانو خپلوانو لاریون وکړ او د حکومت له خوا د اوربند په خبرو کې ځنډ يې د یرغمل شویو کسانو د مړینې لامل وباله.

یوه عرب ډېپلومات د هارتز ورځپاڼې د راپور تاييد ته په اشارې اسراییل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، چې د دوشنبې په ورځ نتنیاهو له مطبوعاتي کنفرانس څخه څو ساعته مخکي د موساد مشر ډېویډ برنیا دوحې ته بېړنۍ سفر وکړ، چې د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني ته د مصر او غزې تړانګې سره په پوله د فلادیلفیا دهليز په اړه د اسراییل د دریځ په اړه معلومات ورکړي.

د اسراييل د کورنیو چارو وزیر د خبرو اترو له دوام سره مخالفت

د اسرایيل د داخلي امنیت د ښي اړخه وزیر ایتامار بن ګوییر پر خپله اېکس پاڼه له حماس سره د خبرو اترو د پای ته رسولو او پر دغې ډلې د لا زیات فشار راوړلو غوښتنه وکړه.

هغه ټينګار وکړ، هغه هېواد چې شپږ یرغمل یې په سړه سینه وژل کیږي باید له قاتلینو سره خبرې ونه کړي: «د خبرو اترو پر ځای، موږ باید خبرې اترې ودروو، د تیلو او برېښنا لېږد بند کړو او حماس تر سقوط پورې وځپل شي.»

بین ګويیر د یهودي انجیل په نومونو سره د لویدیځ بانک یادونه وکړه او ویې ویل: «دوامداره خبرې اترې به حماس وهڅوي، چې د یهودي او سامریه په ګډون لا زیاتې ترهګري رامنځته کړي.»

د یرغمل شویو او قربانیانو د کورنیو لاريون

په تېرو ساعتونو کې د اسراييلي یرغمل شویو د کورنیو لسګونه غړو او د هغوی ملاتړو په تل ابیب کې د لیکود ګوند د مرکزي دفتر مخې ته لاريون کړی او له حکومته یې وغوښتل، چې د خپلو دوستانو د بېرته ستنولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

لاریون کوونکو یو لوی بینر نیولی وو، چې پکې لیکل شوي وو: «مرګ په کابينې، يرغمل وژني خلک غواړي، چې هغوی بيرته ژوندی را ستانه شي.»

لاريونوالو د هغو شپږو یرغمل شویو کسانو تصويرونه نیولي وو، چې تېره اونۍ د حماس له خوا وژل شوي وو او د حکومت له خوا د اوربند د موافقې په لاسلیکولو کې ځنډ یې د هغوی د مړینې لامل وباله.

نور خبرونه

رادیو