په کابل کې د داعش د برید په اړه پنټاګون: د داعش خراسان څانګه یو ګواښ دی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

پنټاګون په کابل کې د ځانمرګي برید په غبرګون کې ویلي، چې د داعش خراسان څانګه اوس هم یو ګواښ دی.

د پنټاګون ویاند جنرال رایډر افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې واشنګټن به د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

داعش د سې شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د تعقیب ریاست کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
داعش ادعا کړې چې په دغه برید کې یې تر ۴۵ ډېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

داعش ویلي چې ځانمرګی بریدګر د کارکونکو لپاره په تمه و، چې له اصلي دروازې څخه ووځي او دی خپل ځانمرګي واسکټ ته چاودنه ورکړي.
د پنټاګون ویاند د سې شنبې په ورځ په واشنګټن کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «داعش یو ګواښ پاتې دی، که هغه د داعش خراسان څانګه وي یا د هغې نورې څانګې.»

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات به له خپلو ملګرو او شریکانو سره په ګډه د دغه ګواښ د مخنیوي لپاره لازم ګامونه واخلي.

تر دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ویلي و، که د داعش خراسان له خوا "نږدې ګواښ" احساس کړي، امریکا به پرې برید وکړي.

جنرال رایډر وویل، «که چېرې پر داعش فشار نه وي، نو بیرته به وده وکړي.»
هغه په سوریه او عراق کې د داعش د ګواښونو په ځواب کې وویل چې دغه ډله هغومره پیاوړې نه ده څومره چې یوه لسیزه مخکې وه. خو هغه وویل چې د داعش ګواښ باید جدي ونیول شي.

نور خبرونه

رادیو