محسن نقوي: ډېر هغه ترهګر چې له افغانستانه فعالیت کوي، د یوې هوکړې له مخې خوشې شوي وو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ویلي، په دغه هېواد کې په وروستيو ترهګريزو فعاليتونو کې ککړ زياتره کسان د پخوانۍ هوکړې له مخې خوشې شوي کسان دي چې اوس له افغانستانه فعاليت کوي.

که څه هم نوموړي په دې اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي؛ خو په پاکستان کې سیاسي شنونکي طاهرخان افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دغه بندیان د عمران خان د واکمنۍ پرمهال د افغان طالبانو په منځګړیتوب د ټي‌ټي‌پي سره د خبرو اترو پرمهال د باور جوړونې په موخه خوشې شوي وو.

نقوي د پاکستان د مشرانو جرګې د کورنیو چارو کمیټې ته د ترهګرۍ د زیاتوالي په اړه وویل، چې ډېری بریدونه له افغانستانه هلته د ټي‌ټي‌پي د پراخه حضور سره پلان شوي دي.
نقوي وویل:« زموږ پلاویو لا دمخه افغانستان ته سفرونه کړي او ټول شواهد او اسناد یې افغان طالبانو ته وړاندې کړي او له هغوی یې غوښتي، چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.»
خو د طالبانو د پوځ مشر وايي، د پاکستان طالبانو تحریک په پاکستان کې حضور لري او له هغه ځایه د دغه هېواد د حکومت پرضد خپل عملیات پلان او عملي کوي.
فصیح الدین فطرت وايي، چې پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د شته‌والي په اړه هیڅ ثبوت نه دی وړاندې کړی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هم تېره اونۍ ویلي و، د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړۍوالو راپورونو تایید کړې چې په افغانستان کې ټي‌ټي‌پي پتنځایونه لري او له هماغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي.

نور خبرونه

رادیو