امریکايي استازې: له طالبانو سره زموږ د صبر کاسه په نسکورېدو ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د افغان ښځو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وايي، د طالبانو د امربالمعروف وزارت قانون موخه «په بشپړه توګه له عامه ډګر څخه د ښځو لرې کول» دي.
رینا امیري وايي: «له طالبانو سره زموږ د صبر کاسه نوره مخ په نسکورېدو ده.»

رینا امیري د سې شنبې په ورځ وویل، چې په قطر او متحده عربي اماراتو کې یې د دغو دوو هېوادونو له چارواکو سره د طالبانو د نوي قانون په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.
هغې وویل:« له افغانانو څخه زموږ ملاتړ لا هم پر خپل ځای دی؛ خو له طالبانو سره زموږ صبر نور پای ته رسېدلی دی.»
د امریکا ځانګړې استازې یو ځل بیا د طالبانو داخلي او نړۍوال مشروعیت په افغانستان کې د بشري حقونو په رعایت پورې تړلی وباله.
تر دې وړاندي هم اغلې امیري د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه د جنسي ځورونې او تعذیب په نوم یاد کړي وو.
دا څرګنده نه ده، چې له طالبانو سره د صبر پای چې مېرمن امیري ورته اشاره کړې، د ځانګړې استازې توند غبرګون دی او که د طالبانو پر وړاندې د واشنګټن له‌خوا د سخت دریځ د خپلولو انعکاس.
د سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو د امربالمعروف د نوي قانون په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
په دغه قانون کې طالبانو په عامه ځایونو کې د ښځو حضور د نارینه محرم تابع ګرځولی او په عامه ځایونو کې یې د ښځو غږ «عورت» بللی دی.
تېره ورځ عيني شاهدانو افغانستان انټرنشنل ته وويل، هغه دوه ښځې چې بازار ته له محرمه پرته راغلې وې د امربالمعروف د محتسبینو له‌خوا سختې وهل شوې وې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه دوه ښځې بازار ته د اړتيا وړ توکو د اخيستلو په موخه تللې وې، چې د ځايي خلکو په منځګړتوب د طالبانو له منګولو بېرته راخوشې شوې وې.

نور خبرونه

رادیو