امریکا وايي، د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې له پاکستان سره «اوږه په اوږه» ولاړه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د امریکا د دفاع وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، واشنګټن له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره «اوږه په اوږه» ولاړ دی.

ښاغلي مېلر په بلوچستان کې د بلوڅ وسله‌والو د تېرې اونۍ بریدونه وغندل، چې په ترڅ کې یې تر ۵۰ زیات کسان ووژل شول.

د پاکستان جیو نیوز د چهارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند متیو مېلر په حواله راپور ورکړ، چې امریکا او پاکستان په سیمه کې له امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې ګډې ګټې لري.
ښاغلي مېلر د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د پاکستان سره «اوږه په اوږه» ولاړه ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي:« واشنګټن د تېرې اونۍ مرګونی برید په کلکه غندي، چې په موسی خېلو سیمه کې د ۲۳ ملکي وګړو د وژل کېدو په ګډون امنیتي ځواکونه هم په کې په نښه کړل شوي وو.»
بلوڅ وسله‌والو چې د «بلوچ لېبرېشن ارمي» په نوم یادېږي، شاوخوا لس ورځې وړاندې د وږي په پنځمه د بلوچستان په لسبیله سیمه کې د پوځي اډې په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې په پراخو بریدونو کې د ۱۴ پاکستاني امنیتي ځواکونو په ګډون تر ۵۰ ډېر کسان ووژل.
امریکا په داسې حال کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له پاکستان سره خپل ملاتړ اعلانوي، چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي.
پرون د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ اعلان وکړ، چې په اګست میاشت کې په دغه هېواد کې ۵۹ ترهګریز بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې ۸۴ کسان وژل شوي او ۱۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د دغه انسټیټیوټ موندنې ښيي، چې په اګست میاشت کې د جولای پرتله د ترهګریزو بریدونو شمېر زیات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو