په پاکستان کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۲۰ ته لوړ شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

په پاکستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وایي، چې د جولای میاشتې راهیسې د موسمي بارانونو له امله په دغه هېواد کې ۳۲۰ کسان مړه شوي دي.

یوازې په بلوچستان کې د سې شنبې په ورځ د سختو بارانونو له امله پنځه تنه مړه شوي؛ خو د دغې صوبې د مسوولینو په خبره، په دغو موسمي بارانونو کې بیا تر دې دمه د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۳۱ تنه مړه شوي دي.
دغې ادارې همدارنګه د سې شنبې په ورځ په پنجاب او بلوچستان صوبو کې د سېلابونو راوتو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د دغې ادارې د خبرداري له مخې، په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د شړکنده بارانونو د ورېدو اټکل شوی دی.
پاکستان په زیاتېدونکې توګه د تودوخې څپې، وچکالۍ او سېلابونه له امله په پراخه کچه د اقلیمي بدلون له اغېزو سره مخامخ دی.
دغې ادارې په اسلام اباد، راولپنډۍ، ګوجرانواله، سرګودها، لاهور، فیصل اباد، ساهیوال، ډېره غازي خان، ملتان، بهاولپور او پېښور کې د توپاني بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.
له بل پلوه په بلوچستان کې مسوولین وایي، د قلعه عبدالله، چمن، قلعه سیف الله، کیچ، کلات او خضدار په ګډون له بېلابېلو ولسوالیو څخه د سېلابونو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
ورته مهال په خېبر پښتونخوا کې هم چارواکو د سختو بارانونو، سېلیو او د تالندې او برېښنا خبرداری ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو