د علي وزير مدافع وکيل وايي، چې محکمې د هغه ضمانت منلی او ژر به بېرته خوشې شي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي علي وزير مدافع وکيل رسنیو ته ويلي، چې په اسلام اباد کې محکمې د علي وزیر وروستی ضمانت منلی او د ژر خوشي کولو امر يې کړی دی.

عطاالله کنډي زياتوي، چې پر هغه لګيدلي تورونه بې بنسټه وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړي علي وزير مدافع وکيل عطاالله کنډي د چهارشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې علي وزير ته داسي دسیسه جوړه شوې وه، چې هېڅ بنياد يې نه درلود.

د هغه په خبره، چې علي وزير به ډېر ژر له دوی سره يو ځای شي.

مدافع وکيل کنډي په خپلو خبرو کې ويلي، چې پر علي وزیر د ترافيکي پېښې، نشه يي توکو د کاروبار او د وسلو درلودلو تورونه وو.

د نوموړي په خبره، چې محکمې ته يې د اسنادو په وړاندي کولو سره پر علي وزير تړل شوي تورونه بې بنسټه ثابت شول.

د پښتون ژغورني غورځنګ يو شمېر غړو هم پر ټولنيزو رسنيو د هغه د خوشي کېدو د پرېکړې په اړه خوښي ښودلې او يو شمېر پلويانو يې لیکلي: «علي وزيره! بیا ښه راغلاست».

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه مخکښ غړی د اګسټ میاشتي په دويمه په اسلام اباد کې د پوليسو له لوري تر نیول کېدو وروسته ۱۵ ورځې د دوی سره په توقیف خونه کې و.

علي وزیر له دې وړاندې تېر کال فېبرورۍ میاشت کې د پاکستاني پولیسو له دوه کلن زندان وروسته خوشې شوی و.

نور خبرونه

رادیو