د خپلواکو همګټو هېوادونو ټولنه: د داعش له خوا د ټولنو د سخت دریځه کولو ګواښونه زیات شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د خپلواکو همګټو هېوادونو ټولنې له ترهګرۍ سره د مبارزې د مرکز مشر په ازبکستان کې په یوه غونډه کې د داعش د زیاتېدونکو ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ.

یوګیني سیسویف وویل، د قومونو ترمنځ د دوښمنۍ او د ټولنو د سخت دريځه کولو لپاره د داعش ګواښونه خپل اوج ته رسېدلي دي.

له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په اړه د شانګهای همکارۍ سازمان او د خپلواکو همګټو هېوادونو غونډه نن په ورځ پیل شوه او تر پنجشنبې به دوام کوي.

یوګیني سیسویف وویل، د داعش پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلواکو همګټو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا د تاشکند د غونډې د اجنډا په سر کې ده.

د هغه په ​​وينا، سره له دې چې په افغانستان کې طالبان د ترهګرو ډلو پر وړاندې د مبارزې هڅه کوي او په دغه هېواد کې وضعيت مخ په ښه کېدو دى؛ خو د داعش ګواښونه لا هم پر ځاى دي.

هغه زياته کړه: «اوس مهال د داعش ګواښونه په خپل اوج کې دي چې موخه یې د ټولنې سخت دريځه کول، د حکومت له جوړښتونو سره کرکه او د قومونو ترمنځ دوښمني ده.»

د شانګهای له غونډې سره هم مهاله په ازبکستان کې د خپلواکو همګټو هېوادونو د ترهګرۍ ضد تمرين ترسره شو.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته د سیمې ګڼو هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړې ده.

د داعش د ګواښونو د زیاتوالي په اړه دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کيږي، چې دغې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې ځانمرګی برید کړی او یو شمېر څارنوالان په کې وژل شوي دي.

د شانګهای همکارۍ سازمان، چې یو شمېر غړي یې د خپلواکو همګټو هېوادونو غړي هم دي د همدې کال په وري میاشت کې پر طالبانو غږ وکړ، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په ځانګړې توګه د هغو ترهګرو ډولو د ځپلو په برخه کې، چې د دغه سازمان غړي ګواښي خپلي ژمنې عملي کړي.

نور خبرونه

رادیو