د امریکا سفیر له اسحاق ډار سره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب په اړه خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

په پاکستان کې د امريکا سفير ډونالډ بلوم د سې شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره یې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ستونزو ته د رسېدنې او د هغوی د خوندیتوب په اړه خبرې کړې دي.

په پاکستان کې د امریکا سفارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغې لیدنه کې د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د خوندیتوب، اقتصادي همکارۍ، امنیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې او سیمه‌ییزو همکاریو په اړه خبرې وشوې.
تر دې وړاندې امریکا له پاکستانه د هغو افغان کډوالو پر اېستلو اندېښنه څرګنده کړې وه، چې په دغه هېواد کې د امریکا د بیامېشتېدنې پروګرام ته په تمه وو.
د پاکستان د دولتي راډیو د معلوماتو له مخې، د تېر نومبر راهیسې د اګست تر ۴مې نېټې پورې ۶۷۵،۱۹۰ افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
پاکستان وایي، چې په دغه هېواد کې ۱.۷ مېلیونه افغان کډوال له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
تېره میاشت د پاکستان حکومت یو وار بیا د (پي، او، ار) لرونکو کارټونو ۱.۴۵ کډوالو ته یې په پاکستان کې د دوی د اوسېدو موده د ۲۰۲۵کال د جون تر ۳۰مې نېټې وغځوله.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي و، چې له دغه هېواده د بې اسناده افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیلوي.
له بل پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا بیا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د اسحاق ډار او ډونالډ بلوم د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخيزو اړيكو په بېلابېلو برخو او د مرستې د لا زياتوالي په لارو چارو هم خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو