ایا مصنوعي هوښ د نړۍ د کاري ځواک راتلونکی ګواښلی شي؟

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د مصنوعي هوښ پرمختګ د کار نړۍوال بازار لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي. په مصنوعي هوښ بې ساري پرمختګ نړۍ د ډیجیټل انقلاب په عصر کې د بې سارې ننګونې سره مخ کړې ده.

د ګارډین په وینا؛ د مسچوست (ایم ای ټي) ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ او د مکنزي مدیریت مشورتي شرکت له خوا نوې څیړنې د انساني دندو راتلونکي په اړه اندېښمن انځور څرګندوي.
د دې مطالعاتو له مخې؛ دا ممکنه ده چې د ۲۰۳۰ لسیزې په لومړیو کې نږدې یو پر درېیمه برخه اوسنۍ دندې په بشپړ ډول د ماشینونو او هوښیار الګوریتمونو له خوا ترسره شي.
دغه احصایې نه یوازې د اوسني کارګرانو لپاره بلکې د ځوان نسل لپاره چې اوس د کار بازار ته ننوځي جدي خطر پېښ کړی.
ارواپوهان خبرداری ورکوي، چې د بېکارۍ ویره او د انسان د مهارتونو ټیټوالی د ټولنې رواني روغتیا کې د جدي بحران لامل کیدی شي.
کارپوهان په دې باور دي، چې د کار په بازار کې د مصنوعي هوښ اغیزه خورا پیچلې او څو اړخیزه ده، چې دا به د دندو د حتمي تخریب لامل شي؛ په حقیقت کې دا بدلون به د کاري ځواک تر بشپړ ویجاړولو یو تحول وي.
نړۍوال اقتصادي فورم په یوه راپور کې وړاندوینه کوي، چې تر ۲۰۲۵ پورې به مصنوعي هوښ په بېلابېلو صنعتونو کې ۹۷ میلیونه نوې دندې رامنځته کړي.
دا احصایه ښیي، چې که څه هم ځینې دندې به له منځه لاړې شي؛ خو نوي فرصتونه به هم رامنځته شي.
کارپوهان ټینګار کوي، چې په دې نوې نړۍ کې د بریالیتوب کیلي د هغو مهارتونو پراختیا ده، چې مصنوعي هوښ پکې کمزوری دی.

نور خبرونه

رادیو