مولوي عبدالکبیر: یوناما دې د افغانستان حقایق او پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۴مه) د یوناما له مشرې وغوښتل، چې یوناما دې د افغانستان حقایق او وروستي پرمختګونه له امنیت شورا سره شریک کړي.

د طالبانو د ارګ اېکس پاڼې ویلي، چې مولوي عبدالکبیر نن (د چهارشنبې ورځ د وږي ۱۴مه) په کابل کې د یوناما له مشرې روزا اوتنبایوا او مل پلاوي سره وکتل.

په دې لیدنه کې د یوناما مشرې په کابل کې په وروستۍ چاودنې خواشیني هم ښودلې.

مېرمن اوتنبایوا په افغانستان کې د نشه یي توکو اړوند وویل: «یوناما هڅه کوي په افغانستان کې د کوکنارو او نورو نشه يي توکو د بدیل کښت، د روږدو کسانو درملنې او له بزګرانو سره د مرستې په موخه د ګڼ شمېر هېوادونو او بنسټونو ګډه ناسته جوړه کړي.»

هغې زیاته کړه، چې په دې ناستې کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

اغلې اوتنبایوا د افغانستان سوېلي ولایتونو ته د خپل سفر د څرنګوالي او لیدنو په اړه د مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د افغانستان په تړوا به د یوناما درې میاشتینی راپور د ملګرو ملتونو د امینت شورا له غړو سره شریک کړي.

ښاغلي عبدالکبیر هم وویل، چې د مخدره توکو سره د اغېزناکې مبارزې په موخه عالي کمېسیون جوړ شوی چې له اړوندو ادارو سره تر ناستو وروسته به د یوناما په ګډون له نورو نړۍوالو بنسټونو سره ګډې ناستې لري.

تر دې مخکې، د یوناما مشره وايي، چې طالبان باید په رسمیت ونه پېژندل شي.

روزا اوتنبایوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د ښځو د حقونو، د نجونو د زده کړې او د اساسي قانون جوړول د مسایلو مشروطه حل ګڼلي.

طالبانو د اګست په ۲۱مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو پر راپور ورکوونکي د ریچارډ بېنېټ افغانستان ته پر سفر بندیز ولګاوه.

د طالبانو ویلي وو، چې د ښاغلي بېنېټ راپورونه «په تعصب او بې اساسه کيسو» ولاړ دي، چې د افغانستان او خلکو ګټو ته زیان رسوي.

نور خبرونه

رادیو