د اوکراین په پولتاوا ښار کې د روسیې په برید کې ۵۱ کسان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۴

د اوکراین پر پولتاوا ښار د روسیې په توغندیز برید کې د سې شنبې په ورځ لږ تر لږه ۵۱ کسان وژل شوي او ۲۷۱ نور ټپیان دي.
چارواکو ویلي، چې دا د دوه نیم کلنې جګړې یو تر ټولو خونړی برید دی.

کي ېف وايي، چې برید د پوځي روزنې مرکز او نږدې روغتون ته زیان رسولی، که څه هم چارواکو دا نه دي ویلي چې په وژل شویو کسانو کې څومره یې پوځيان او څومره نور یې ولسي وګړي دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ژمنه کړې، چې روسیې ته به د خپلو دغو ناوړه کړنو ځواب ورکړي.
زیلینسکي زیاته کړې:« د شته معلوماتو له مخې، د روسیې په دغه برید کې ۵۱ کسان وژل شوي دي.»
برلین، لندن او واشنګټن دغه برید غندلی دی.
د متحده ایالاتو د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه برید "د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین” له‌خوا «وحشتناکه» کړنه وبلله.
هغه زیاته کړې، چې امریکا به په راتلونکو اونیو کې کي ېف ته نورې پوځي مرستې هم واستوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک بیا د دغه برید په غندلو سره ویلي، چې د پوتین وحشت "هیڅ حد نه پېژني".
زیلینسکي هم د دغه برید په اړه په سملاسي توګه د بشپړې څېړنې امر کړی دی.
زیلینسکي وویل، دوه روسي بالستیک توغندي پر روغتون او ښوونیزې موسسې لګېدلي دي.
د اوکراین د دفاع وزارت وایي، یوه ودانۍ تر دې حده نړېدلې چې تر لاندې یې یوشمېر کسان لا هم ایسار پاتې دي.
د دغه وزارت په وینا، ژغورونکې ډلې لا تر اوسه د ژغورنې په عملیاتو بوختې دي.

نور خبرونه

رادیو