سندونه: د طالبانو د عامې روغتیا وزیر پاکستانی شناختي کارت او پاسپورت لري

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د را رسېدلو سندونو له مخې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د پاکستان شناختي کارت او پاسپورت لري.

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د طالبانو د دغه وزیر د پاکستاني شناختي کارت او پاسپورت کاپي ترلاسه کړې ده.

ښاغلي جلالي په ۲۰۲۰ کال یوځل په دې پاسپورټ دوبۍ ته هم سفر کړی.

په پاکستاني پاسپورت کې د هغه نوم نور جلال دی او دا پاسپورت یې په ۲۰۱۸ کال کې جوړ کړی دی، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې اعتبار لري.

په پاکستاني پاسپورت کې د نوموړي د استوګنې ځای پېښور لېکل شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو موندنې ښه یي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزیر پاکستانی پاسپورټ د نوموړي د پاکستاني شناختي کارت په اساس جوړ شوی دی او د شناختي کارت نمبر یې په پاسپورت کې هم درج شوی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال پاکستاني شناختي کارت په ۲۰۱۴ سال کې اخیستی او تر ۲۰۲۴ څلورمې میاشتې پورې د اعتبار وړ دی.

د نور جلال په پاکشتاني شناختي کارت کې پته شهید اباد ۲، شاهین مسلم ټاون پېښور لیکل شوی دی.

افغانستان انڼرنشنل ـ پښتو د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال د محتده عربي امارتو وېزې کاپي هم ترلاسه کړې ده.

نوموړی په همدې پاکستاني پاسپورت په ۲۰۲۰ کال کې دغه عربي هېواد ته سفر کړی دی.

ښاغلی نور جلال جلالي ته په وېزه کې د دندې په ځای کې سوداګر لیکل شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په رسمي وېپ پاڼه کې د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ژوند لیک نشته.

ښاغلی جلالي تر دې مخکې د کورنیو چازو وزارت معین و.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په تېره جوزا کې نور جلال جلالي د قلندر عباد پرځای د روغتیا وزیر وټاکه.

د طالبانو له اوسنیو چارواکو سره د پاکستاني پاسيورټونو لرل کومه نوې خبره نه ده.

د ۲۰۲۳ کال د ډیسمبر لومړیو کې د دوو مشهورو پاکستاني ژورنالیستانو، اعزاز سعید او عمر چیمه څرګنده کړې وه، چې د پاکستان حکومت له حقاني سره په همغږۍ د هغه پاکستانی پاسپورت باطل کړی دی.

د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت دوه پاکستاني چارواکي چې ویل کیږي د ښاغلي حقاني د پاسپورت په صادرولو کې یې لاس درلود نیولي دي.

د طالبانو ډېری مشرانو له افغان حکومت سره د جګړې پر مهال د پاکستاني پاسپورت په کارولو سره سفر کاوه.

په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان په بلوچستان کې په یو هوايي برید کې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور وژل کېدو وروسته څرګنده شوه، چې هغه هم پاکستاني شناختي کارت او پاسپورټ درلود او په دې اسنادو یې له پاکستانه بهرنیو هېوادونه سفرونه کول.

نور خبرونه

رادیو