طالبان وایي، چې اذربایجان د اړیکو پراخولو لپاره د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر ويلي، چې د اذربايجان د لومړي وزير مرستيال له ملابرادر سره په ليدنه کې د لاجورد لارې د فعالولو ژمنه کړې.

دواړو د لاجورد لار د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره مهمه وبلله.

د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستيال دفتر د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې دغه ليدنه د ازبکستان د ترمذ نړۍوال سوداګريز مرکز د پرانيستني مراسمو په څنډه کې شوې ده.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې ملا برادر په دې ليدنه کې د دغه هېواد له خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې په بېلابېلو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په خبرپاڼه کې د اذربایجان د لومړي وزیر د مرستیال له خولې لیکل شوي، چې باکو تیار دی څو له افغانستان او د سیمې له هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د «لاجوردو لاره» بیا فعاله کړي.
اعلاميه زياتوي، چې د اذربایجان لومړي وزیر ويلي، چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپل صادرات او واردات زیات کړي او په افغانستان کې د صنعتي کارخونو جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي.

طالبان وایي، چې په دې ليدنه کې اذربایجان د افغانستان د کانونو استخراج په برخه کې هم ليوالتيا ښودلې.

د طالبانو د رسیاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا برادر په مشرۍ يو پلاوی د پنجشنبې په ورځ د «ترمذ نړۍوال سوداګریز مرکز» د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ازبکستان هېواد ترمذ ښار ته تللی.

طالبانو په وروستیو کې د ایران په ګډون له ازبکستان سره د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتېدا خبر ورکړی او ویلي یې دي، چې په دې سره به د افغانستان سوداګریزې اړیکې د سیمې هېوادونو سره لا پراخې او اقتصاد محوره شي.

نور خبرونه

رادیو