پر طالبانو د خرم نیوکه: کابل کې هیڅوک نه پوهیږي چې دا ښار سږ کال د اسلامي تمدن پلازمېنه ده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر وايي، چې په لیبیا او اذربایجان کې د اسلامي هېوادونو د کلتور د وزیرانو په غونډو کې غزني د ۲۰۱۳ کال لپاره او کابل د ۲۰۲۴ کال لپاره د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه ثبت شوی دی.

کريم خرم وويل: «په کابل کې هيڅوک فکر نه کوي، چې سږ کال دې دا ښار د اسلامي ثقافت او تمدن د پلازمېنې» په توګه نومول شوی وي.

ښاغلی خرم د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال د اطلاعاتو او کلتور وزیر و.

نوموړي د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمېنې په توګه د غزني او کابل د ټاکلو پرېکړه د اسلامي هېوادونو د وزيرانو په پنځمه او شپږمه غونډه کې چې د ايسسکو د تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان غړيتوب لري وشوه.

د راپورونو له مخې؛ د اسلامي کنفرانس د فرهنګي چارو د وزيرانو د سازمان پنځمه غونډه په ٢٠٠٧ کال کې د ليبيا په پلازمېنه طرابلس کې او د دغه سازمان شپږمه غونډه په ٢٠٠٩ کال کې د اذربايجان په پلازمېنه باکو کې جوړه شوې وه.

ښاغلی خرم وايي، چې په دې وروستیو کې یې غزني ښار ته سفر کړی او په دې پوه شوی، چې سیمه ییزو حکومتونو د دغه ښار د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمېنې لقب د یادولو او نمانځلو لپاره «ګران بيه ساختماني کارونه» کړي دي.

د افغانستان د کلتور پخواني وزیر زیاته کړه: «ما غزني د پخوا په پرتله ډېر متفاوت وليد؛ پراخ سړکونه، د نوي حکومت ترمیم او شاوخوا د سړکونو او غونډیو په منځ کې شنې ونې؛ خو په کابل کې څوک نه وایي، چې دا ښار دې سږ کال د اسلامي ثقافت او تمدن د پلازمينې په توګه نومول شوي وي .»

ښاغلي خرم په دې ياداښت کې په مشخصه توګه طالبانو ته اشاره نه ده کړې؛ خو داسې ښکاري، چې هغه په ​​غیر مستقیم ډول پر دې ډلې نیوکه کړې، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې د اسلامي تمدن د پلازمېنې په توګه د کابل د لقب د درناوي لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

تمه کیده، چې په ۲۰۲۴ کال کې د اسلامي تمدن او کلتور د پلازمینې په توګه د کابل انتخاب د دې ښار د تاریخي سیمو د بیارغونې لپاره د پام وړ بودیجې او تاسیساتو د تخصیص لامل شي.

کابل د افغانستان یو له تاریخي ښارونو څخه دی؛ خو د اویایمې لسیزې په خپل منځي جګړو کې د دې ښار ډېری تاریخي سیمې سختې زیانمنې شوې.

نور خبرونه

رادیو