د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیتوټ وايي، چې تېره میاشت ۸۴ تنه په دغه هېواد کې وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ وايي، چې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه د تېرې میاشت پرتله په اګست میاشت کې ډېر شوي وو.

دغه انسټیټیوټ وايي، چې د اګسټ په میاشت کې ټول ټال ۵۹ بریدونه شوي چې له امله یې ۸۴ تنه وژل شوي دي.
د دغه انسټیټیوټ د شمېرو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۶۶ تنه نور ټپیان شوي هم دي.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ دا رنګه ویلي، چې په تېره جولای میاشت کې ۳۸ ترهګریزو بریدونه په ټول هېواد کې شوي ول.
ډان ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د (وږي ۱۳مه) د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ له قوله لیکلي، چې په اګست میاشت کې په خیبر پښتوخوا کې ۲۹ بریدونه، په بلوچستان صوبه کې ۲۸ او په پنجاب کې بیا دوه بریدونه شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په بلوچستان کې د دغو بریدونو ډېره برخه د «بلوڅانو د ازادي غوښتونکي غورځنګ» په نامه وسله‌والې ډلې کړې او په خیبر پښتونخوا کې بیا نورو ډلو لکه ټي‌ټي‌پي، داعش خراسان، لشکر اسلام او د حافظ ګل بهادر ډلې له‌خوا دغه بریدونه شوي دي.
دا رنګه دغه بنسټ ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو په ټول پاکستان کې ۲۳ پوځي عملیات تر سره کړي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۸۸ تنه وسله‌وال او ۱۸ تنه امنیتي خواکونه وژل شوي دي.
د دغې څېړنې موندنې ښيي، چې په وروستیو میاشتو کې وسله‌والو ډلو خپل فعالیتونه ډېر کړي او د ښځینه ځانمرګو بریدګرو یې هم کار اخیستی.
تېره اونۍ د بلوچستان په صوبه کې د وسله‌والو ډلو له‌خوا مرګوني بریدونه وشول، چې له امله یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په ګډون لسګونه ولسي خلک هم ووژل شول.
پاکستاني چارواکي وايي، چې په پاکستان ډېری بریدونه د ټي‌ټي‌پي له‌خوا چې په وینا یې په افغانستان کې مرکزونه لري له هماغه ځایه پلانیږي؛ خو دغه ادعاوې په وار، وار د طالبانو له‌خوا ردې شوې دي.
د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ اسلام اباد ته وړاندیز کړی، چې د ترهګرۍ ضد د یوې تګلارې پر سر دې د ایران او افغانستان سره یو جوړجاړي ته ورسېږي.

نور خبرونه

رادیو