طالبان: د اېم ټي اېن له مشر مو وغوښتل چې پر مشتریانو د اجباری کرېډېټ له زیاتولو ډډه وکړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير د ايم ټي اين مخابراتي شبکې له مشر څخه غوښتي، چې پر مشتريانو د سيم کارټونو د پلور او راجسټر پر مهال د «جبري کريډيټ» له زیاتولو ډډه وکړي.

نجيب الله حيات حقاني ويلي، په جبري توګه د کريډيټ اضافه کول د «شريعت» خلاف چاره هم ده.

یو شمېر مخابراتي شبکې د سيم کارټونو د پلور او راجسټر پرمهال له مشتريانو غواړي، چې باید سيم کارټونو ته اضافه کريډيټ واچوي.

وړاندي تر دې طالبانو نور شبکو ته هم ورته خبرداری ورکړی.

د طالبانو مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي وزارت د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دوی وزير نجيب الله حيات حقاني د اېم ټي اين مخابراتي شبکې له مشر هشام رمضان هم غوښتي، چې په ځينو سېمو کې د شبکې کمزوري فعاليتونه ژر تر ژر سم کړي.

د پخواني جمهوري نظام پرمهال طالبانو تر ډېره پر ايم ټي اين او سلام مخابراتي شبکو پر مخابراتي پايو بريدونه کول او په دېرو سېمو کې يې فعالیت ته اجازه نه ورکول.

طالبان دا شبکې په حکومت پوري تړلي شرکتونه بلل او خلکو ته به یې هم خبرداري ور کول، چې له استعماله يې ډډه وکړي.

نور خبرونه

رادیو