مولوي کبیر: په تېرو نظامونو کې له محصلینو څخه د سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالكبير وایي، په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده.

ښاغلي عبدالکبیر دغه څرګندونې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۱۳مه) د هېواد د ګرمو سيمو پوهنتونونو د محصلینو د علمي ظرفيت لوړولو څلوېښت ورځني سیمینار په اختتامیه مراسمو کې وکړه.
عبدالکبیر وویل، چې محصلين او زده کوونکي د هېواد راتلونکی دي او طالبان د دوی د ښې روزنې او ظرفيت لوړولو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار اخلي.
د رياست الوزرا سياسي مرستيال وویل: «په تېرو نظامونو کې به له محصلینو څخه د خپلو سیاسي او ګوندي ګټو لپاره کار اخیستل کېده؛ اوسنی اسلامي نظام د ټولو افغانانو په هڅو او قربانیو رامنځته شوی، ځکه په اسلامي نظام کې هېڅ ډول تبعیض او تعصب ځای نه لري.»

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د جمهوري نظام د واکمنۍ پر مهال طالبانو د افغانستان په یو شمېر پوهنتونونو کې پټې ډلې جوړې کړې وې، چې یو شمېر محصلینو یې غړیتوب لاره.
تر دې مخکې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ویلي وو، چې د نجونو د پوهنتونونو او مکتبونو د تګ په اړه د دوی د مشرانو تر منځ مشورې روانې دي او له پرېکړې وروسته په دې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.
ندا محمد ندیم ویلي وو: «د نجونو د پوهنتونونو او ښوونځیو د تګ په اړه د عالمانو څېړنې دوام لري، که یې داسې څه وموندل چې نجونو ته د درس ویلو اجازه ورکړل شي خو خلاص به یې کړو او که نه همداسې به تړلي پاتې وي.»

وروسته له درېیو کلونو لا هم په افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې بندې دي.

طالبانو بیا ویلي، چې د زده کړو په اړه پوښتنه هم تر امر ثاني پورې ځنډول شوې ده.

نور خبرونه

رادیو