د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: چین په نړۍواله کچه د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په کابل کې د چین سفیر د شېر محمد عباس ستانکزي سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې په نړۍواله کچه د دغې ډلې ملاتړ ته دوام ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د دغې دلې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د سې شنبې په ورځ د (وږي ۱۳مه) د چین د سفیر د مرستیال باو ژو هي سره کتلي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د چین او طالبانو دغو دوو چارواکو د افغانستان او چین په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او پرمختګونو خبرې اترې کړې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزرت په خبرپاڼه کې د چین د سفیر د مرستیال چاو باو هي له قوله لیکل شوي، چې چین غواړي چینايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې د ښاغلي باو له قوله لیکل شوي:« چین به په نړۍواله کچه د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.»
د سیمې د هېوادونو په ډله کې چین د طالبانو نږدې ملګری ګڼل کېږي.
طالبانو په افغانستان کې چینايي شرکتونو ته د کانونو د اېستلو ډېرې پروژې ورکړې دي.
خو دغه هېواد تر اوسه د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نور خبرونه

رادیو