فارن پالیسي: القاعده په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

فارین پالیسي راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د القاعده حضور له ترهګرو سره د طالبانو د نه مبارزې له امله زیات شوی دی.

دغې خپرونې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د مسوولینو په حواله لیکلي، چې القاعده په ۲۰۲۴کال کې په افغانستان کې تر ۹ زیات نوي «ترهګریز» کمپونه جوړ کړي دي.

د مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو مسوول علي میثم نظري فارن پالیسي ته وویل: «دا د نویو پوځیانو د روزنې مرکزونه دي. طالبانو القاعدې ته اجازه ورکړې، چې د پنجشیر د درې په زړه کې اډې او د مهماتو د ذخیره کولو ډیپوګان جوړ کړي.»

ښاغلي نظري د طالبانو دغه چلند یوه "نامعلومه" پېښه وبلله او ویې ویل، چې حتا القاعدې هم په ۱۹۹۰کال کې دا ډول کار ناشونی ګاڼه.

د طالبانو د مخالفې جبهې دغه چارواكي زياته كړه، وروسته له دې چې دغې ډلې په افغانستان كې بیا واک تر لاسه كړ، د تروريستي ډلو لكه القاعده، داعش، پاكستاني طالبانو او د ازبكستان د اسلامي غورځنګ شتون د اندازې او د نفوذ د پراختیا له اړخه زیات شوی دی.

په دې راپور کې ټینګار شوی، چې د افغانستان پولې د طالبانو له خوا نه دې ساتل شوي او له همدې امله له عربي هېوادونو، د منځنۍ اسیا له ګاونډیو او اروپا څخه بهرنیو وسله والو ته اجازه ورکړل شوې چې افغانستان ته دننه شي.

علي میثم نظري وویل، چې دا مهال په افغانستان کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعالیت کوي.

ملګري ملتونه په دې باور دي، چې القاعده د افغانستان په لږ تر لږه ۱۰ ولایتونو کې روزنیز کمپونه لري.

طالبان په افغانستان کې د القاعدې شتون ردوي.

فارین پالیسي لیکي، د القاعدې مشر سیف العادل له بهرنیو وسله والو غوښتي چې افغانستان ته مهاجرت وکړي او پر لویدیځ د برید لپاره دې ځان چمتو کړي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي مفتش هم د روان کال په جولای میاشت کې په یوه راپور کې وویل: «که څه هم طالبانو له داعش او ځینو نورو ډلو سره نښتې کړي او په نښه کړي یې دي، خو د القاعدې او پاکستاني طالبانو پر وړاندې یې له زغم څخه کار اخیستی.»

ښاغلي نظري دا هم زیاته کړه، چې افغانستان د پاتې شویو وسلو لپاره "پرانستې تور بازار" ګرځیدلی چې ډېری یې امریکایې دي.

فارن پالیسي د راپور له مخې؛ امریکایي چارواکي په دې اړه چې افغانستان تر کومې کچې د ترهګرو په ځاله بدل شوی شک لري.

د سي ای اې مرستیال ډېوېډ کوهن تېره اونۍ ویلي وو، چې اداره یې په افغانستان کې د تروریستي فعالیتونو د مخنیوي لپاره له طالبانو اړیکه کې دي.

نور خبرونه

رادیو