د کابل پرونی برید؛ داعش - خراسان ډلې په کابل کې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

داعش - خراسان ډلې په کابل کې د طالبانو د څارنې او تطبیق د ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.

دغې ډلې ویلي، چې په برید کې تر ۴۵ زیات کسان وژل شوي او ټپیان دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

بل خوا د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

داعش - خراسان ډلې بیا په دغه برید کې تر ۴۵ زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پېښه د دوشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې کارمندان د وتلو په حال کې وو.

د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې یو شمېر د تېر حکومت ملکي کارکوونکي دي، چې د طالبانو په اداره کې یې هم کار کاوه.

په افغانستان کې د داعش - خراسان څانګې په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې په ښوونځیو، روغتونونو، جوماتونو او د شیعه/ هزاره ګانو په سیمو کې د ډېرو پخوانیو بریدونو مسوولیت منلی دی.

که څه هم طالب چارواکو په وار - وار اعلان کړی، چې دوی په افغانستان کې د داعش حضور پای ته رسولی او دا ډله په افغانستان کې هېڅ فزیکی حضور نه لری؛ خو د دوشنبې ورځې برید وښوده چې داعش - خراسان اوس هم فعال دی او نسبتاً لوړه عملیاتي وړتیا لری.

د نړۍوالو سازمانونو له خوا د خپرو شویو راپورونو له مخې؛ داعش - خراسان یوه فعاله ډله ده، چې له افغانستانه بهر فعالیت کوي.

پاکستان په دې وروستیو کې د داعش ډلې د پیاوړتیا او بیا فعالېدا خبر هم ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو