د غزې کړکېچ؛ د اسراییل په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶ فلسطینیان وژلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د الجزیرې د راپور له مخې، په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییل په بریدونو کې ۲۶ فلسطینیانو وژل شوي دي.

دا شمېر د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې؛ یوازې په شمالي او سوېلي برخو کې ثبت شوی دی.

په دې کې د خان یونس ښار ختیځه برخه هم شامله ده، چیرته چې د نن سهار راهیسې د درنو توپونو ډزې روانې دي.

بل خوا، په د غزې په مرکزي ښار دېر البلاح کې اسراییل د لاقصی د شهیدانو روغتون ته څېرمه د استوګنې یوه ودانې په نښه کړه، چې له امله یې ۵ ماشومان ټپیان شول.

اسراییلي پوځ د لویدیځې غاړې په طولکرم سیمې د ډرون برید وکړ، چې یو ۱۴ کلن هلک او ۱۶ کلنه نجلۍ یې په جنین کې ووژل.

همدا راز، د غزې په جبالیا کې د (یو ان ار ډبیلیو اې) کډوالۍ کمپ کې د اسراییل برید په داسې حال کې اته کسان ووژل چې د ډوډۍ پلورونکي په کتار کې ولاړ وو.

فلسطیني چارواکو پرون (د دوشنبې په ورځ) ویلي وو اسراییلي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو بریدونو کې لږ تر لږه ۴۸ فلسطینیان وژلي دي.

د الجزیرې د رايور له مخې؛ د تېر کال د اکټوبر له اوومې راهیسې په غزه کې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ زره او ۸۱۹ فلسطینیان وژل شوي او ۹۴ زره او ۲۹۱ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا، د حماس په مشرۍ وسله والو د تېر کال د اکټوبر په اوومه پر اسراییل برید کې، یو زرو ۱۳۹ اسراییلیان او بهرنیان وژلي وو.

نور خبرونه

رادیو