ټام وېسټ په کابل کې د دوشنبې د ورځې د ځانمرګي برید په غندلو سره یاد برید ترهګریز عمل ګڼلی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي، چې امریکا په کابل کې د دوشنبې د ورځې ترهګریز برید غندي.

نوموړي زیاته کړې، چې د بې ګناه وګړو په نښه کول هېڅ توجیه نه لري.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

بل خوا د طالبانو ځینو سرچینو ویلي، چې په چاودنه کې ۱۲ تنه وژل شوي دي.

داعش - خراسان ډلې په کابل کې د طالبانو د څارنې او تطبیق د ریاست پر کارکوونکو د خونړي ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.

داعش - خراسان ډلې بیا په دغه برید کې تر ۴۵ زیاتو طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

پېښه د دوشنبې په مازیګر هغه مهال رامنځته شوه، چې د طالبانو د فرمانونو او حکمونو د نظارت او تعقیب د ریاست کارمندان د وتلو په حال کې وو.

د راپورونو له مخې؛ په وژل شویو کې یو شمېر د تېر حکومت ملکي کارکوونکي دي، چې د طالبانو په اداره کې یې هم کار کاوه.

امریکا لومړنی هېواد دی، چې په کابل کې یې شوی ځانمرګی برید غندلی دی.

نور خبرونه

رادیو