د طالبانو د زندانونو مشر د سره صلیب له کمېټې څخه غوښتي، چې د مرستو بهير ګړندی کړي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو د زندانونو د چارو د سمون ادارې مشر د سره صليب د کمېټې له سرپرست مشر څخه غوښتي، چې د سره صليب ترڅنګ دې نورې ملي او نړۍوالي مرستندويه ادرې د مرستو د ژمنو د عملي کولو بهير ګړندی کړي.

سره صليب زندانيانو ته د شفافو مرستو پر رسولو ټينګار کړی.

د طالبانو د زندانونو ادارې د سې شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کې ويلي، چې د دوی مشر محمد یوسف مستري د افغانستان لپاره د سره صليب کمېټې د سرپرست مشر مارټن ډي بوير او د دې مرستندويه ادارې د زندانونو د فعاليتونو او همکاريو مشرې مارینا سره د ليدنې خبر ورکړی.

اعلاميه زياتوي، چې دواړو لوريو د همغږۍ، همکارۍ او مرستو پر زياتوالي خبرې کړې دي.

د طالبانو د زندانونو چارون د سمون ادارې د يکشنې په ورځ په کابل کې د يوه کنفرانس پر مهال ویلي وو، د لسګونو بهرنیو وګړو تر څنګ د هېواد په زندانونو کې شاوخوا ۱۱ زره بندیان لري، چې د دوی په خبره په بېلابېلو جرمونو نېول شوي دي.

د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دې زندانیانو کې شاوخوا ۱۵۰ د بهرنیو هېوادونو وګړي د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي او له دوی سره بندیان دي.

ویل کېږي په دې بندیانو کې زر ښځې او ۸۰۰ نور د کم عمر ماشومان هم شته دي.

نور خبرونه

رادیو