د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک ۱۵ مېلیونه ډالر لیلاموي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۱۴مه نېټه) ۱۵ مېلیونه ډالر لیلاموي.

د دغه بانک له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت په موخه ۱۵ مېلیونه امریکايي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
دغه بانک له ټولو صرافانو او سوداګریزو بانکونو غوښتي، چې په دغې بولۍ (داوطلبۍ ) کې برخه واخلي.
د خبرپاڼې له مخې، د داوطلبۍ ګټونکي مکلف دي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پاک کړي.
تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانیو پر وړاندې د ډالرو د ارزښت د کمښت د مخنیوي لپاره ۱۵ مېلیونه ډالره پلورلي ول.
طالبان وخت ناوخته د افغانیو د ارزښت لوړولو لپاره ډالر لیلاموي.
سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره افغانیو خپل ارزښت په بې ساري توګه له لاسه ورکړی و؛ خو افغانستان ته د نغدو ډالري کڅوړو په رسېدو او د طالبانو له‌خوا یې لیلامول د افغانۍ د ارزښت په لوړېدو کې مرسته کړې ده.

نور خبرونه

رادیو