طالبانو د پنجشېر نږدې ۳ زره قیراطه زمرد په څه باندې ۳۳۵ زره ډالرو پلورلي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس وایي، چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکو نن سې شنبه د دغه ولایت د تازه کېندل شویو زمردو د پلور خبر ورکړی دی.

په پنجشېر ولایت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر محمد قاسم امیري ویلي، چې په افغان سوداګرو یې د ۳۳۵ زره ۵۰۰ ډالرو په ارزښت ۲ زره ۶۰۴ قیراطه زمرد پلورلي.
د هغه په وینا، دغه زمرد د ازادې بولۍ له لارې پلورل شوي دي.
د طالبانو د کانونو او پټروليم وزارت چارواکو تر دې وړاندې هم ویلي وو، په پنجشېر کې د زمردو ٧٥٠ کانونه ثبت شوي چې اوس‌مهال یوازې ٥٠٠ يې فعال دي.
د نړۍوالو مرستو کمښت د دې لامل شوی، چې طالبان د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د افغانستان د کانونو کېندنې ته مخه کړي.
ګڼ کتونکي په دې باور دي، دغه کانونه په نامسلکي توګه را اېستل کېږي چې تر ډېره د کانونو اصلي زېرمو ته زیان اړوي.
څه موده وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر هم د کانونو کېندنه ناقانونه بللې وه او زیاته کړې یې وه، دمګړۍ دا روښانه نه ده چې د دغو کانونو څخه تر لاسه شوې پیسې چېرته او څنګه مصرفېږي.

نور خبرونه

رادیو