سرچینې: د ننګرهار ولایتي شورا پخوانی مرستیال عبیدالله شنیواری د طالبانو استخباراتو نیولی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۳

د پخوانۍ ولایتي شورا مرستیال عبیدالله شنیواري نژدې خپلوانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، د طالبانو استخباراتو تېره یکشنبه عبیدالله شنیواری له خپل کوره وړی دی.

دوی زیاتوي د دوو ورځو تېریدو سره هم طالبانو د نوموړي کورنۍ ته، د هغه د نیولو د علت او ځای په اړه څه نه دي ویلي.

دوی وايي، د طالبانو د استخباراتو کسان چې ساده جامې اغوستې وې، په شخصي موټرو کې د جلال اباد ښار لومړي امنیتي ماموریت ته څېرمه د عبیدالله شنیواري کور ته ورغلي وو.

د سرچینو په خبره، عبیدالله شنیواري د طالبانو د استخباراتو کسانو ته وویل « تاسې په ساده جامو کې یاست، څنګه پوه شم چې د استخباراتو طالبان یی، نو طالبانو استخباراتو مامورینو د ننګرهار امنیه قومندانۍ ته په مخابره کې غږ وکړ، چې په اوله امنیتي حوزه کې عملیات لرو، پولیس را ولېږئ»

د سرچینو پر وینا د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د اولې امنیتي حوزې طالبانو هم له عبیدالله شینواري غوښتنه وکړه، چې له استخباراتو سره لاړ شي.

د عبیدالله شینواري نژدې خپلوان وايي، د جمهوریت له پرځېدو وروسته نوموړی په افغانستان کې پاتې شو او غوښتل یې د یو عام افغان په توکه ژوند وکړي، خو طالبانو نه پرېښود.

دوی زیاتوي « له دې وړاندې هم د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو ریاست ته غوښتل شوی و او یوازې د کار روزګار په اړه یې ځینې پوښتنې ترې کړې وې.

د نوموړي نژدې خپلوان له طالبانو غواړي چې هغه هیڅ کوم سیاسي فعالیت نه درلود، باید خوشی شي.

عبیدالله شنیواری د ننګرهار د سپین غر ولسوالۍ اوسیدونکی او د ملک عثمان ځوی دی چې په شنیوارو کې یو پر نفوسه شخص بلل کیږي.

ملک عثمان په سیمه کې د تېر حکومت له ملاتړو و او د داعش پرضد په ولسی پاڅونونو کې یې هم ونډه درلوده.

په ۲۰۱۶ کال کې د ملک عثمان پر حجره هغه وخت داعش خراسان ډلې ځانمرګی برید وکړ چې نوموړی تازه له حج راغلی و.

په هغه برید کې ۱۳ تنه ووژل او د ملک عثمان په ګډون ۱۴ کسان ټپي شول.

د طالبانو له واکمنېدو را هیسې د پخواني حکومت دچارواکو او نظامیانو د نیولو او زنداني کولو سلسله ادامه لري او دې کار زیاتره پخواني چارواکي اړ کړي، چې له هېواده ووځي.

نور خبرونه

رادیو