چاپیریال؛ په فیلیپین کې د توپان له امله دوه تنه مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د فیلیپین د ناورین د خطر کمولو او مدیریت شورا د دوشنبې په ورځ ویلي، چې انټینګ توپان په دغه هېواد کې دوه تنه مړه کړي او ډېری الوتنې یې لغوه کړې دي.

د یادې شورا په وینا؛ د سختې هوا له امله په درېیو کلیو کې ۱۴ کورنۍ زیانمنې شوې دي. همدارنګه، د توپان له امله دوه ودانۍ نړېدلې او سخت باران په سیمه کې د ځمکې ښوېیدنې لامل شوی.

د پلازمینې مانیلا چارواکو ویلي، چې توپان د سوېل لویدیځ موسمي بارانونه شدید کړي او ولسمشر فرډینند مارکوس جونیر یې اړ کړی، چې د سې شنبې لپاره د کار ځایونو او ښوونځيو د تړلو په اړه پرېکړه وکړي.

هغه ویلي: "موږ به هڅه وکړو چې سبا د کار ځایونو او ښوونځيو د تړل کېدو په اړه ژر تر ژره پرېکړه وکړو؛ ځکه خلک باید د ورځې تر پایه پوه شي چې سبا به کار ته ځي که نه."

توپان په سمندري عملیاتو هم سخت اغیز کړی دی.

راپورونه وايي، چې ۷۳۹ مسافر په مختلفو بندرونو کې بند پاتې دي.

شاوخوا ۲۲ بېړۍ، څلور کښتۍ او ۲۸۲ بار وړونکي کښتۍ د توپان له امله له ساحله د وتلو توان نه لري.

نور خبرونه

رادیو