امنیت شورا د طالبانو د «امربالمعروف» د قانون د غندلو لپاره هوکړې ته نه ده رسېدلې

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

ملګري ملتونه وایي، امنیت شورا غوښتل چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون په اړه نیوکه وکړي او اعلامیه خپره کړي؛ خو دغه اعلامیه د یادې شورا د دوو غړو له مخالفت سره مخ شوه.
دغه سازمان وویل، دوو هېوادونو استدلال وکړ چې دا قانون د افغانستان کورنۍ مسله ده.

د امنیت شورا په یوه مطلب کې د سپټمبر د میاشتې د برنامې په اړه یې لیکلي، چې تمه وه د طالبانو له خوا د توشیح شوي قانون په اړه اعلامیه خپره کړي، خو ددې شورا دوو غړو په اوسنیو شرایطو کې له داسې یوه اقدام سره مخالفت وکړ.
ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یادو دوو غړو نومونه نه دي اخیستي، خو د راپور په یوې بله برخه کې راغلي، چې چین او روسیه په دې باور دي چې نړۍواله ټوله باید د بشري حقونو په ګډون له ډېرو موضوعاتو صرف نظر وکړي او له افغانستان سره مرسته وکړي.
په راپور کې راغلي، چې بیجینګ او مسکو همداراز له فشارونو پرته له طالبانو سره د تعامل او خبرو اترو پلوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو د قانون په اړه د انتقادي بیانیې د خپرولو دوو مخالفو غړو استدلال وکړ، چې یوناما اوس هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر د قانون د پایلو د څېړلو په حال کې دي.
دوی دغه راز وویل، چې د امنیت شورا په خپلو مخکینیو متنونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د ننګونو په اړه یادونه کړې ده.
د طالبانو مشر په وروستیو ورځو کې د امر بالمعروف نوی قانون توشیح کړ.
په دې قانون کې یو ځل بیا پر ښځو او نجونو پراخ محدودیتونه وضع شوي دي او ان پکې د ښځو غږ عورت بلل شوی دی.
دغه قانون بیا له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

نور خبرونه

رادیو