سرچینې: د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر له امیر خان متقي سره له لیدو ډډه وکړه

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان له امیر خان متقي سره له لیدو ډډه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر چې له کامرون څخه کابل ته د راستنېدو پر مهال په ترکیه کې دمه درلوده، د دغه هېواد د چارواکو له سوړ هرکلي سره مخ شو.

ډیپلوماټیکې سرچینې تاییدوي، چې ترکیه په کابل کې د خپل سفارت د پرانېستې ترڅنګ له طالبانو سره د اړیکو پراخولو ته ډېره لېوالتیا نه لري او دا تعامل د «جبر» له امله دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امیر خان متفي سره د هاکان فیدان د نه لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر استانبول ته د خپل سفر په ترڅ کې له یو شمېر ټیټ پوړو چارواکو سره په غیر رسمي ډول لیدلي دي.

امیر خان متقي چې د اسلامي همکاریو سازمان له ډلییز انځور اخیستو څخه لرې شو او په دې ناسته کې د یادې ډلې بیرغ ته هم اجازه ورنکړل شوه، کابل ته یې له ستنېدو مخکې په استانبول کې د افغانستان کونسلګرۍ ته ولاړ.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د ګرځندوی په توګه له څو جوماتونو څخه لیدنه کړې او په استانبول کې یې د افغانستان د کونسلګرۍ له کارکوونکو سره لیدلي دي.

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېریږي، خو د ترکیې په ګډون هېڅ یوه هېواد د دغې ډلې حاکمیت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دواړو خواوو ډیپلوماتیکې استازولۍ پرانېستي دي او دوه اړخیزه همکاري کوي.

نور خبرونه

رادیو