شنبه‌های ارغواني غورځنګ: د طالبانو په زندانونو کې له ۲زرو زیاتې ښځې بندیانې دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د شنبه‌های ارغواني غورځنګ د زندانونو په چارو کې د طالبانو د تنظیم ادارې چارواکو د راپور په غبرګون کې ویلي، چې د ښځینه بندیانو دغه شمېره ناسمه ده.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دا مهال د طالبانو په زندانونو کې تر ۲۰۰۰ ډېرې ښځې بندیانې دي، چې له غیر انساني چلند سره مخامخې او له بنسټیزو حقونو بې برخې دي.

خو د زندانونو په چارو کې د طالبانو د تنظیم ادارې چارواکو د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۱مه) ملت ته د راپور ورکولو پر مهال ویلي و، چې له دوی سره په زندانونو کې شاوخوا ۱۱زره بندیان دي چې له دغې ډلې زر تنه یې ښځې او ۹۰۰ یې ماشومان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښځینه بندیانو د ناسمې شمېرې خپرول په اصل کې د طالبانو له‌خوا د دوی د ظلمونو د پټولو یوه هڅه ده.
د دغه غورځنګ په خبره، دغه مېرمنې په خپلسرې توګه نیول کېږي او له قانوني پړاوونو پرته د اوږدې مودې لپاره په زندانونو کې ساتل کېږي چې ډېری یې د اعتراض په کولو او د طالبانو د خوښې جامو د نه اغوستلو له امله بندیانېږي.
دغه غورځنګ یو وار بیا له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې طالبان د خپلو ترسره کړو کړنو له امله ځواب ورکونې ته اړ کړي.
دوی وایي، باید د دغو ښځو پر کړاوونو سترګې پټې نه شي.
خبرپاڼه وړاندې کاږي، د طالبانو له‌خوا د زنداني شویو ښځو شمېر او د جنسي تاوتریخوالي مخ په زیاتېدونکي پېښې له ښځو سره د طالبانو د ظالمانه چلند څرګندې نښې نښانې دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، نړۍواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي چې د بشري حقونو پر وړاندې د سرغړونو مخه ونیسي.

له بل پلوه د افغانستان د ښځو او عدالت ټولنې په یوې تازه څېړنه کې راغلي، چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د غړو د جنسي تېري پېښې ۳۵سلنه زیاتې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو