د خیبرپښتونخوا په کوهستان کې پر یو بس د سړک غاړې بم په چاودنه درې تنه وژل شوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د خیبرپښتونخوا په کوهستان ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ د سړک د غاړې بمي چاودنې د دوو امنیتي چارواکو په ګډون درې تنه ووژل.

د ځايي پوليسو مشر عبدالرحيم په وينا؛ د خيبر پښتونخوا ايالت په کوهستان ولسوالۍ کې شوې دغه چاودنه کې يو بل کس ټپي شوى دى.

دغه بس داسو ولسوالۍ ته روان و، چیرې چې د چین په مرسته د پاکستان د برېښنا ستره پروژه جوړېږي.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستې؛ خو په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو پر امنیتي ځواکونو خپل بریدونه زیات کړي دي.

تحریک طالبان پاکستان په سیمه کې قوي حضور لري.

دغه ډله په افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال کې د افغان طالبانو له خوا د واک له ترلاسه کولو وروسته ډیر با انګیزې شوې ده.

پاکستان بیا پر افغان طالبانو بار - بار نیوکې کړې دي، چې په خپله خاوره کې یې پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی؛ خو طالبانو بیا په پاکستان کې خراب امنیتي وضعیت د پاکستاني امنیتي ادارو ناکامي بللې او له پاکستانه یې غوښتي، چې دا ډول څرګندونې ونه کړي.

نور خبرونه

رادیو