المرصاد: ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې نه، بلکې په ډېره اسماعیل خان کې ولټوئ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د افغانستان د طالبانو اړوند المرصاد وېبپاڼې پاکستاني چارواکو ته په خطاب کې لیکلي، چې ټي‌ټي‌پي په افغانستان کې نه؛ بلکې په ډېره اسماعیل خان کې ولټوئ.

په دغې خپرې شوې لیکنه کې په خیبر پښتونخوا کې د څو جګپوړو افسرانو تښتونې ته اشاره شوې ده.
د لیکنې له مخې،« د پاکستان پوځ او حکومت د دغه هېواد دننه ټولې پېښې پر افغانستان ور تپي؛ خو د دوی د افسرانو له تښتونې وروسته به څه ځواب ولري؛ چې څنګه په رڼا ورځ د دوی افسران د هغوی له دفترونو او کوڅو څخه تښتول شوي؟»
په دغې لیکنه کې ادعا شوې، چې پاکستاني پوځ د قبایلي مشرانو د جرګې له لارې د خپلو افسرانو د خوشې کولو لپاره له ټي‌ټي‌پي سره اړیکه نیولې وه، د جرګې مشرانو په ډېره اسماعیل خان کې د طالبانو له قوماندانو سره د هغوی په مرکز کې لیدلي او د افسرانو د خوشې کولو خبرې یې کړې دي.
دغې لیکنې وړاندې کاږلي:« اوس پوښتنه دا ده، چې قبایلي مشران په سیمه کې د طالبانو د مرکزونو په اړه معلومات لري او جرګې ورسره کوي؛ خو د پاکستان پوځ او ادارو ته د دې مرکزونو ځایونه نه دي معلوم؟»
په دغې لیکنه کې زیاته شوې:« دا د حیرانتیا خبره ده، چې پاکستاني ادارې د خپل هېواد دننه د ټي‌ټي‌پي مرکزونه نه ویني؛ خو په سلګونو کیلومټره لرې په افغانستان کې ورته بیا خالي مرکزونه او افراد ښکاري او شمېرلای یې هم شي.»
د دغې لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، د پاکستان پوځ او چارواکي دې د تورونو لګولو پر ځای خپل فعالیت ته پام وکړي، چې په هېواد کې یې امن ټینګ شي.
درې ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یو ځلې بیا ویلي و:« د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو نړۍوالو راپورونو تایید کړې، چې په افغانستان کې ټي‌ټي‌پي لا هم شته او له هغه ځایه خپل بریدونه پلانوي.»
د ممتاز زهرا بلوڅ تر څرګندونو یوه ورځ مخکې د طالبانو لوی درستیز هم ویلي و:« پاکستان په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د شته‌والي په هکله کوم ښکاره ثبوت نه لري.»

نور خبرونه

رادیو