طالبانو د افغانستان سېندونو کې د اوبو د زیاتوالي له امله د سېلابونو د راوتو خبرداری ورکړی

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۲

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو د کچې د لوړېدو او د دوشنبې او سې شنبې په ورځو کې د سېلابونو د راوتو او شړکنده بارانونو د ورېدو اټکل کړی دی.

دغه وزارت په کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، غزني، لوګر، کابل او هلمند ولایتونو کې خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي، چې په دغو دوو ورځو کې له سېندونو ځانونه لرې او په څنګ وساتي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د خلکو د خوندیتابه لپاره له ځايي اوسېدونکو غوښتنه کړې، که د اوبو د کچې لوړوالی ویني؛ نو د ټیټو سیمو خلک دې خبر کړي چې ځانونه له سېندونو څخه په څنګ کړي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د (وږي ۱۱مه) په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابل او هلمند سېندونو په څنډو کې د شړکنده بارانونو او زورورو سېلابونو د راوتو اټکل کړی.
د دغې خبرپاڼې له مخې، د اوبو د کچې د لوړېدو او د بارانونو او واورو د ویلي کېدو له امله په کونړ، لغمان، ننګرهار، پکتیا، خوست، غزني او لوګر ولایتونو کې د سېلابونو د راوتو وړاندوینه شوې.
په افغانستان کې روان کال د اقلیمي بدلون نښې نښانې را څرګندې شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د مرګونو سېلابونو له امله په شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې خلکو ته ګڼ ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

نور خبرونه

رادیو